شمالی  چين ته دجنوبی  چين  داوبو د ليږدولو په باب  پروژه

中国国际广播电台

 

د چين  په  جنوب کښی  باران  زيات دی  او په  شمال کی  باران  لږ دی ، د چين  شمالی سيمو ته دجنوبی چين د اوبو د ليږدولو دپاره دچين علمی او تخنيکی کارکوونکو د پنځوسو کالو پلټنی او سروی نه وروسته  په ٢٠٠٤ کال کښی د نوموړی پروژی په جوړولو  پيل شوی دی.

شمالی چين ته دجنوبی چين داوبو د ليږدولو دپاره  به د ختيځو ، منځنی  او لويديځه کرښو ( لارو ) په ويشلو سره ترسره  شی. ددغو درو کرښو له لاری به  ديانګنځی د سيند،د حوانګ حه د سيند ،دخوی حه د سيند او د های حه د سيند سره  ونښلول شی ، دا به  د ټول  هيواد په چوکاټ کښی داوبو د منابعو د معقولی   توزيع  او ترتيبولو دپاره  ګټور وی .

   دختيځی  کرښی  پروژه : د يانګنځی سيند په   وروستنی  برخه کښی د يانګ  جو ښار څخه ديانګنځی سيند اوبه به  د بيجينګ څخه تر هانګ جو پوری د لوی کانال او دهغه د متوزی  وادی  له لاری شمالی  چين ته و ليږدول  شی او دهونګ  ځه  هو ، لو ما  هو ، نان  سی  هو او تونګ پينګ  هو  له جهيلونو سره  به ونښلول شی .

  دمنځنی کرښی  پروژه : د دای جيانګ کو په نامه  داوبو د مخزن  څخه  ايستل شوی اوبه به  د بيجينګ  نه  تر کوانګ جو  پوری داوسپڼی  پټلۍ د اوږدو له لاری  بيجينګ او تين  جينګ ښارونو ته وبهيږی .


شمالی  چين ته دجنوبی  چين  داوبو د ليږدولو په باب  پروژه----سی يانګ پروزه

 

شمالی  چين ته دجنوبی  چين  داوبو د ليږدولو په باب  پروژه----هوای ان پروزه

  د لويديځی کرښی پروژه : ديانګنځی  سيند په  پاسنی برخه کښی   د تونګ تيان  حه اود يا لونګ جيانګ پر سيندونو  او د دا دو حه  سيند پر پاسنی  برخی باندی  به داوبو بندونه   او داوبو مخزنونه جوړ شی .د يانګنځی له  سيندڅخه ايستل شوی  اوبه به  د ژيړ سيند  پاسنی برخی ته  وليږدول   شی. . د پلان له مخی  به  تر ٢٠٥٠ کاله پوری  د ختيځی ،منځنی او لويديځی کرښی  له لاری  داوبو د ليږدولو عمومی اندازه څلور څلويښتو مليارډو اته سوو مليونو مکعب متروته ورسيږی .ټوله پروژه به دواقعی حالاتو له مخی مرحله  په مرحله تر تطبيق لاندی ونيول شی ،اوس  د ختيځی او منځنی کرښو د پروژی  څلور   پروګرامونه  په کار لويدلی دی

د نوموړی  اوسپنيزی لارۍ د جوړولو په بهير کښی  تر ټولو نه لوی مشکلات به  دا  وی چه پټلۍ بايد دکنګل  شويو  خاورو له منطقی   څخه  تيره شی ، نو دحرارت د ساتلو دپاره دخاورو د طبقی د نصبولو او د لارو د اساس د کلکوالی د معقول  کنترول  په شمول  يو لړ تدبيرونه  ونيول شی .

     د که  که سی  لی  او شان جيانګ يوان په شمول د ساتنی لاندی طبيعی سيمو کښی  د حيواناتو او نباتاتو منابعو دساتلو په خاطر به  داوسپنيزی لارو دپاره  پلونه ، کاريزونه او ويالی او د حيواناتو دپاره معبرونه جوړ شی  او همدا راز به د اوسپنيزی لاری  په اوږدو کښی د مستعملو شيانواو  کثافاتو ايستل    تر سخت  کنترول لاندی ونيول شی .