中国国际广播电台
  
 
 
     
 
        
د چينګ های  له ګلمو نه د تبت  تر
لاسا  پوری  داوسپڼی د پټلۍ
اوږدوالی به  يو زر يو سلو اتلس
کيلو متره وی . دغه اوسپنيزه لاره
به يوه داسی  اوسپنيزه لاره وی
چه  له  لوړی څخه به تيره شی ، 
دسمندر  له سطحی  څخه به يی  
لوړوالی ډير زيات وی   او 
داوسپڼی دپټلی ډيره اوږده  لاره
به  وی  . 
      د چينګ های 
له سی نينګ ښار څخه تر ګلمو پوری
د نوموړی اوسپنيزی لاری  د لومړی 
دوری  پروژه  تر سره شوی ده  او 
له ګلمو څخه  تر لاسا پوری ددوهمی
دوری  پروژه يی د ٢٠٠١ کال د
فبرورۍ په مياشت کی  دچين د
دولتی  شورا په منظورۍ په رسمی
ډول  پيل شوی ده . اوس   د دری
سوو اوولسو  کيلو مترو په
اوږدوالی  پټلۍ  غزيدل شوی دی  
چه دغه شمير  د ټولی  پټلۍ
داوږدوالی په سلو کښی  اته ويشت
اعشاريه  شپږ  برخه بشپړه شوی ده 
. 
      
 
| 
 
   | 
 
| 
 
له 
چينګ  های نه تر تبت
پوری داوسپنی د پټلۍ 
پروژه---د
جوړيدو په وخت کی  | 
 
 
 
   
د نوموړی 
اوسپنيزی لارۍ د جوړولو په بهير
کښی  تر ټولو نه لوی مشکلات به 
دا  وی چه پټلۍ بايد دکنګل  شويو 
خاورو له منطقی   څخه  تيره شی ،
نو دحرارت د ساتلو دپاره دخاورو د
طبقی د نصبولو او د لارو د اساس د
کلکوالی د معقول  کنترول  په
شمول  يو لړ تدبيرونه  ونيول شی . 
     د که  که سی 
لی  او شان جيانګ يوان په شمول د
ساتنی لاندی طبيعی سيمو کښی  د
حيواناتو او نباتاتو منابعو
دساتلو په خاطر به  داوسپنيزی
لارو دپاره  پلونه ، کاريزونه او
ويالی او د حيواناتو دپاره
معبرونه جوړ شی  او همدا راز به د
اوسپنيزی لاری  په اوږدو کښی د
مستعملو شيانواو  کثافاتو
ايستل    تر سخت  کنترول لاندی
ونيول شی . 
 
 
  
 |