ختيځ  چين  ته دلويديځ  چين  د طبيعی ګاز د ليږدولوپه باب پروژه

中国国际广播电台

 

د نوموړی  پروژی د جوړولو له لاری  به  په عمده ډول  دچين په  شين جيانګ،  د چينګ های په  ولايت،د سی څوان په  څونګ جينګ ښار  او دداخلی مغوليستان  په  اردوس کښی توليد شوی  طبيعی ګاز د يانګنځی سيند د دلتا  سيمی ته وليږدول  شی .

د چين په منځنی او لويديځه سيمو کښی شپږ  نفت او ګاز لرونکی لويی  مځکنی کاسی   موجودی دی  او  هغه عبارت دی له  تاريمو ،جونګر ،توها ، څای  دا مو، اردوس او  د سی څوان مځکنی کاسه . د اټکل  له مخی  به د طبيعی ګاز اندازه يی دوه ويشت زره څلور سوو مليونو مکعب مترو ته ورسيږی چه  دغه رقم  به د ګرد هيواد د طبيعی ګاز د عمومی اندازی په سلوکښی اته پنځوس اعشاريه نه  برخه ونيسی .د طبيعی ګاز دمنابعو  او دسروی د حالاتو له مخی دولت پريکړه وکړه چه د نوموړی پروژی په جوړولو پيل وکړی او دطبيعی ګازد پايپ لاينونو ابادۍ  ته چټکتيا ورکړی، له شان سی ولايت نه تر بيجينګ پوری دطبيعی ګازد پايپ لين  د تر سره کيدو نه پرته  دولت هم غواړی چه نور دری  پايپ لاينونه  جوړ کړی  او هغوی به   په دی ډول وی چه له تاريمو نه تر شانګهای  ښار پوری .  د چينګ های  ولايت له سه بی  نه د سی نينګ ښار له لاری د ګه سو ولايت تر لان جو ښار پوری ،  د سی څوان  ولايت د څونګ  چينګ ښار د ځونګ سيان  له  ولسوالۍ  نه دهو بی  ولايت  تر وو هان ښار پوری پايپ لاينونه ، څو چه ژر تر ژره  دمنابعو تفوق په اقتصادی تفوق  بدل شی  او  د طبيعی ګاز په مقابل کښی دختيځو سيمو عاجله  اړتياوی رفع شی .  د پلان له مخی به د روسيی د لويديځی سيبيريا له سيمی څخه د طبيعی ګاز دانتقالولوپه باب  پايپ لين  د نوموړی پروژی  له لوی  شريان سره ونښلوی ،علاوه پردی  دروسيی د ختيځ  سيبيريا له سيمی څخه د طبيعی ګاز دانتقالولو په باب د پايپ لين ابادۍ  اوس هم  تر غور لاندی نيوله شوی ده  ، دغه دوه پايپ لاينونه  به  په نوموړی  پروژه کښی  شامل  شی .

     د شانګهای په شمول د يانګنځی سيند ددلتا سيمی  ته د شين جيانګ دتاريمو د طبيعی ګاز د ليږدولو په باب د پايپ لين  اوږدوالی څلور زره دوه سوه کيلو متره  دی او قطر  يی يو زر يوسلو اتلس ميلی متره دی ، دغه پايپ لين به دشين جيانګ دويغوری  قوم  او د نينګ سيا دخوی قوم له خودمختاره سيمو ، دګه سو ، ،  شان سی ، حه نان ، ان خوی او جيانګ سو له ولايتونو  او د شانګهای  له ښار څخه تير شی ،دطبيعی ګاز دانتقاليدو کلنی اندازه  به  دولسو مليارډو مکعب مترو ته   او په ټوله پروژه  کښی  د پانګه اچونی اندازه به  يوسلو شل مليارډو ژن مين بی يونو ته ورسيږی .

اوس ختيځ  چين ته دلويديځ  چين د طبيعی ګاز دانتقاليدوپه باب د پايپ لاينونو د ابادۍ پروژی د پانګه اچونی دعمومی  اندازی په سلوکښی  اته  څلويښت  تر سره کړی دی ، دچين په  ختيځو برخو کښی د پايپ لين دابادۍ  پروژه  په هر اړخيز ډول  تر سره شوی ده او د چين ختيځو سيمو ته د طبيعی ګاز په تهيه کولو  پيل شوی دی .