د شمال ختيځ  چين  د  زړو  صنعتی  مرکزونو   سمسورتيا

中国国际广播电台

 

د چين  په شمال ختيځه سيمه کښی زاړه صنعتی مرکزونه  په ملی اقتصاد او ټولنيز وده کښی  مهم مقام  لری ،د پلانيز اقتصاد د تطبيق په  دوره کښی  په نوموړی ځای کښی  دماشينونودجوړونی  او د فولادو او اوسپڼی د صنعت په شمول دروند صنعت دچين په  اقتصادی ابادۍ کښی  ستر خدمتونه  تر سره کړی وو .خو له دی کبله چه دشمال ختيځ چين د زړو صنعتی مرکزونو د را منځ ته کيدو  وخت  نسبتا وختی  و ، ځينی صنايع   د زوال  دوری ته داخل شوی  او په بازار کی  دسيالۍ  قوت  يی  کم شوی دی ددغو مسئلو  د حل او د  نويو صنايعو د انکشاف دپاره دچين حکومت  پريکړه وکړه چه  د شمال ختيځ  چين په شمول دزړو  صنعتی مرکزونو د تعديل ، اصلاح  او سمسورتيا ګامونه  چټک کړی.

 دچين  د صدراعظم  وين  جيا باو په قول د  شمال ختيځ چين دزړو صنعتی مرکزونو دسمسورتيا دپاره به دستراتيجۍ  له لحاظه اقتصادی  جوړښت  تنظيم کړای شی چه  پکښی به  د صنعت ،مالکيت  او ملی اقتصاد د جوړښت تنظيم    شامل  وی ،دا به د زړو  صنعتی مرکزونو د سمسورتيا  عمده  کارونه  وی .،د تصديو دتخنيکی اصلاحاتو  تقويه کول به  دنوموړو مرکزونو دسمسورتيا  مهمه کړۍ  وی ،

د هر اړخيز ، هماهنګ او مسلسل  انکشاف تر سره کول به د نوموړو مرکزونو  د سمسورتيا د ليری  نظر  پلان او هدف  وی ،  د استخدام  او  ټولنيز ضمانت  د سيستم  د ابادۍ   ښه تر سره کول به دنوموړو  مرکزونو دسمسورتيا  مهم ضمانت  وی ، د ساينس ،تکنالوجۍ او پوهنی  چارو د ودی  چټکتيا  به  د نوموړو مرکزونو دسمسورتيا  مهم شرط  وی .

اوس  دچين  حکومت دشمال ختيځی  سيمی په شمول د زړو صنعتی مرکزونو  د تعديل  او اصلاح  په باب د پلانونو په طرح کولو  بوخت دی ،  د شمال ختيځ چين  دری ولايتونه  هم د خپلو سيمو د تعديل  او اصلاح  دپلانونو څيړنه  او طرحه کوی .