د چين او امريکي ترمنځ روابط

中国国际广播电台
 

 د ١٩٧٢کال د فبروري په مياشت کي د امريکي د وخت جمهورريس نيکسن چين ته سفر وکړ او دواړو خواوو د چين او امريکي ګډه اعلاميه يعني د شانګهاي اعلاميه خپره کړه چه له دي څخه څرګنديږي چه د چين او امريکي ترمنځ د شلو کالو په موده کي د متقابلې جلاوالي وضع  پاي ته ورسيده . د ١٩٧٨کال د دسمبر په شپاړسمه نيټه دواړو هيوادونو د خپل منځي رسمي روابطو د ټينګولو ګډه اعلاميه خپره کړه . د ١٩٧٩کال د جنوري په لومړي ورځ د دواړو هيوادونو ترمنځ  د سفيرانو په درجه ديپلواتيک روابط قايم شول  او  د ١٩٨٢کال د اګست په اوولسمه نيټه  د يوي اعلاميې په خپرولو سره په تايوان باندي د امريکايي وسلو د خرڅولو په هکله مرحله ايز او اخري بنديز وټاکل شو .

 د ١٩٨٤کال د جنوري په مياشت کي د چين د وخت صدراعظم امريکي ته سفر وکړ او د همدي کال د اپريل په مياشت کي د امريکي د وخت جمهورر يس ريګن چين ته سفر وکړ . د ١٩٨٥کال د جولاي په مياشت کي  د چين د وخت دولتي رييس لي شين نين امريکې ته د دولتي مشر په حيث لومړي سفر وکړ .

 د ١٩٩٨کال د جنوري په مياشت کي چين ته د امريکي د ملي دفاع د وزير کوين  د سفر په وخت کي د دواړو هيوادو د ملي دفاع د وزارتونو ترمنځ  په سمندرونو کي د نظامي امنيت د پياوړتيا په هکله د مشورتې نظام  موافقه لاسليک شوه .د همدي کال د مي په پنځه ويشتمه نيټه د دواړو هيوادونو دولتي مشرانو د پټو او مستقيمو تيلفوني خبرو اترو له لاري د جنوبي اسيا د اوضاعو او ذات البيني روابطو په باب د نظريو تبادله وکړه .

  د ١٩٩٨کال  د جون له پنځه ويشتمې نيټې نه د جولاي تر دريمې نيټې پوري د امريکي د وخت جمهوررييس کلينتون د چين د دولت د وخت رييس جيانګ ځه مين په بلنه چين ته رسمي سفر وکړ او دواړو مشرانو سره خبري وکړې او موافقه يي وکړه چه دواړه خواوي دي  د مهمو بين المللي مسئلو په باب ديالوګ او همکاري پياوړي کړي ، په يوويشتمه پيړۍ کي دي د خپل منځې ستراتيژيکي همکارۍ د روابطو د ټينګتيا دپاره ګډ او دوامدار کوشش وکړي . دواړو خواوو پريکړه وکړه چه خپل ستراتيژيکي ذروي وسلې بلې خوا ته و نه نيسي . دواړه خواوي په دي موافق دي چه په اقتصادي او پولي ساحو کي دي ستراتيژيکي ديالوګ پياوړي کړي څو چه د نړيوال اقتصاد  او بين المللي بانکداري د سالم پرمختګ دپاره مثبت خدمتونه سر ته ورسوي .

 د ١٩٩٩کال  د جنوري په لومړي ورځ  رييس جيانګ ځه مين او جمهورريس کلينتون يو بل ته د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسي روابطو د قايميدو د شلمې کاليزې په مناسبت تبريکيه پيغام وروليږه او د همدي کال د اپريل په څوارلسمه نيټه د چين د وخت صدراعظم جو ژون جي امريکي ته رسمي سفر وکړ چه دا امريکې ته د پنځلسو کالو راهيسي د چين د صدراعظم  لومړني سفر و .

 د١٩٩٩کال د مې په اتمه نيټه د بيجينګ په سهار وختي په پنجو بجو پنځه څلويښتو دقيقو د امريکي په مشرۍ د ناتو بلاک د پنځو توغنديو لخوا په يوګوسلاويا کي د چين  سفارت ولګيده چه په دي بريد کي درې چينايي خبريالان مړه ، د سفارت څه دپاسه شل تنه کارکوونکي ټپيان شول او د سفارت ودانۍ هم سختې ويجاړې شوې . د چين خلکو د امريکي له دي بدنام عمل څخه ډيره کرکه وکړه او د چين او امريکې روابط د همدي بريد له امله تر يوې اندازې پوري خراب شول . د همدي کال د سپتمبر په  يوولسمه نيټه رييس جيانګ ځه مين او جمهوررييس کلينتون  د نوي زيلاند په اوکران کي د اسيا او ارام بحر د سيمې د اقتصادي همکارۍ د موسسې په غير رسمي سرمشريزه غونډه کي سره ملاقات وکړ او فعال موفقيتونه يي تر لاسه کړل .

 په ٢٠٠٠ کال په بيلو بيلو ساحو کي د چين او امريکي د عالي رتبه وو مامورينو ترمنځ تګ راتګ او همکاري زياته شوي ده . د همدي کال د دسمبر په پنځلسمه نيټه د امريکي په پارلمان کي د پيسو د بيلولو مجموعي قانون تصويب شو او ددي قانون لمخې په يوګوسلاويا کي د چين په سفارت باندي د امريکي د بريد له امله د اته ويشتو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د رامنځته شويو تاوانونو جبران وشو

   د ٢٠٠١کال  د اپريل په لومړي ورځ سهار د امريکي د يي پي _ دري ډوله نظامي اکتشافي الوتکې د چين د هاي نان ټاپو له جنوب ختيځ څخه د يو سلو څلورو کيلومترو په فاصله د بحري قلمرو دپاسه د اکتشاف په وخت کي د چين  له يوه ښکاري الوتکې سره چه  ددې د نظارت او تعقيب په حال کي وه ، ټکر وکړ چه په نتيجه کي د چين الوتکه ولويده او پيلوټ يي مړ شو . ورپسې بي له اجازې نه  د امريکي الوتکه د چين هوايي قلمرو ته داخل شوه او د هاي نان ټاپو په يوه نظامي ډګر کي ښکته شوه . د همدي کال د اپريل په يوولسمه نيټه  په چين کي د امريکي لوي سفير د امريکي د حکومت په نمايندګۍ د نوموړي پيښې په نسبت د امريکي د عذر يو ليک د چين د وخت خارجه وزير تان جيا شيوي  ته واستاوه .

  د سپتمبر په يوولسمه نيټه د امريکي نيويارک او واشګتن سيمه د تروريستي حملو سره مخامخ شول او د سر و مال زيات تلفات يي رامنځته شول. د اکتوبر په نولسمه نيټه رييس جيانګ ځه مين په شانګهاي کي د جمهوررييس بوش سره ملاقات وکړ او د چين او امريکي د روابطو او د تروريزم سره د مبارزې په  شمول مهمو موضوعاتو په باب يي د نظريو تبادله وکړه او موافقي ته ورسيدل . دواړو خواوو موافقه وکړه چه د چين او امريکي ترمنځ د همکارۍ د مثبتو روابطو د ټينګتيا او پرمختيا دپاره کوشش وکړي .

په ٢٠٠٢کال  د چين او امريکي د روابطو په پرمختګ کي يو شمير خنډونه پيدا شول، مګر په عمومي لحاظه د روابطو د ښه والي او پرمختګ تمايل وساتل شو. د همدي کال د فبروري  په يوويشتمه او دوه ويشتمه نيټه جمهورريي بوش د رييس جيانګ ځه مين په بلنه چين ته کاري سفر وکړ او دواړو مشرانو يو وار بيا سره ملاقات وکړ او د دواړو هيوادونو ترمنځ د ديالوګ او همکارۍ د تقويې په باره يي ژور بحث وکړ . د بوش په بلنه رييس جيانګ ځه مين په مکسيکو کي د اسيا او ارام بحر د سيمې د اقتصادي همکارۍ په غونډه کي د ګډون نه مخکي امريکي ته کار سفر وکړ او بوش ته يي د چين او امريکي ترمنځ د روابطو د ټينګتيا دپاره د تايوان د مسئلې د مناسب حل  اهميت څرګند کړ. بوش په تاکيد سره وويل چه امريکا د يو چين د پيژندلو په پاليسي باندي ټينګار کوي او د چين او امريکي ترمنځ د درو ګډو اعلاميو مراعات کوي چه دا د اوږدی مودی راهيسې د امريکي د حکومت دايمي پاليسي ده چه نده بدل شوی .