د چين او جاپان  روابط

中国国际广播电台
 

په سياسي لحاظه د ١٩٧١کال د اکتوبر په دوهمه نيټه چين د جاپان سره د خپلو روابطو د اعادې په باب دري فقره ايز اصول وړاندي کړل يعني د چين ولسي جمهوريت د چين په نمايندګۍ د چين يوازني قانوني حکومت دی ، تايوان د چين د ولسي جمهوريت نه جلاکيدونکي مقدسه برخه ده ، د جاپان او تايوان سوله ايز تړون غيرقانوني او باطل دی او بايد لغوه شي . د ١٩٧٢کال د سپتمبر په پنځه ويشتمه نيټه د جاپان د وخت صدراعظم  چين ته سفر وکړ او په نهه ويشتمه نيټه د چين او جاپان حکومتونو د خپل منځې سياسي روابطو د اعادې په هکله ګډه اعلاميه خپره کړه .

  اوس د دواړو هيوادونو ترمنځ  روابط عمومأ د پرمختګ په حال کي دي او په بيلا بيلو ساحو کي همکارۍ يي هم ترقي موندلي ده . خو له بلې خوا له دي امله چه د جاپان اوسني صدراعظم څو څو ځله هغه معبد ته لاړ چه د دوهمې عمومي جګړې په موده کي د وژل شويو جنګي مجرمينو لوحې پکي ايښودل شويدي ، د چين او جاپان سياسي روابطو ته ضررونه رسيدلي دي . په اقتصادي لحاظه جين او جاپان  يو بل ته مهم تجارت همکار پيژني او د لسو کالو دپاره جاپان د چين لومړني لوي تجارتي همکار او چين  د جاپان دوهم لوي تجارتي او صادراتي هيواد ګرزيدلی دی .

په علمي ، تعليمي ،کلتوري او طبي ساحو کي د چين او جاپان د رسمي مناسباتو د اعادې نه وروسته د حکومتونو ترمنځ د علمي او تخنيکي همکارۍ روابط ټنيګ شول او په ١٩٨٠ کال د مي په مياشت کي د چين او جاپان د علمي او تخنيکي همکاري تړون لاسليک شو ، ورپسې په دي ساحه کي همکاري نوره هم پراخه شوه .

 د ١٩٧٩کال د دسمبر په شپږمه نيټه چين او جاپان د کلتوري تبادلی تړون لاسليک کړ او په ٢٠٠٢کال  کي دواړو حکومتونو پريکړه وکړه چه د چين کلتوري کال او د جاپان کلتوري کال  ، د چين ، جاپان او د کوريا جمهوريت ترمنځ د هلکانو او نجونو پسرلني کمپ او داسي نور فعاليتونه اجرا کړي .

  نن سبا د چين او جاپان په روابطو کي يوشمير حساسه مسئلې بايد تر جدي نظر لاندي ونيول شي .

 لومړي د تاريخي نظريو په باب مسئله ده  چه دا د چين او جاپان په روابطو کي حساسه سياسي مسئله ده . د ٢٠٠١کال راهيسې د تاريخي حقيقتونو په خلاف  د تاريخ په درسي کتاب کي په چين باندي د جاپان د تيريو د تحريف  په باب پيښې شوي او د جاپان صدراعظم هغه معبد ته څو واره تللي دي چه د دوهمي عمومي جګړي په موده کي د جاپان د جنګي مجرمينو لوحې پکي ايښودل شويدي چه دغه ټول د چين او جاپان په روابطو کي سخت موانع او مشکلات پيدا شويدي .

  دوهمه  د تايوان مسئله ده چه د جاپان او تايوان ترمنځ د روابطو په باب د چين دريځ  واضيح  دی يعني د جاپان او تايوان د ولسي تګ راتګ سره مخالفت نه کوي ، مګر ددوي ترمنځ  د چين د دوو هيوادونو او يا يو چين يو تايوان  د دسيسې د جوړولو دپاره  له هرراز رسمي تګ راتګ سره ټينګ مخالفت کوي.

 دريمه د دياو يو ټاپوګانو په باب مسئله ده  . د دياو يو ټاپوګان د تايوان ولايت د جي لونګ ښار له شمال ختيځ نه په دوه نويو کيلومترۍ کي واقع دي او د تايوان وابسته ټاپوګان دي چه د دياو يو  هوان وي ، چه وي او نورو کوچنيو ټاپوګانو څخه عبارت دي .د دياو پو ټاپوګان د لرغوني زمانې راهيسي د چين د خاورو پوري اړه لري او د تايوان په شان د چين د خاورو يوه نه بيليدونکي برخه ده . چين په دغو ټاپوګانو او په شاوخوا کي په سمندري قلمرو باندي مسلم حاکميت لري .

  د چين دغه دريځ پوره تاريخي او قانوني دلايل لري . د ١٩٤٣کال د دسمبر په مياشت کي چين ، امريکې او انګلستان د قاهرې اعلاميه خپره کړه او په هغې کي ليکل شوي چه د چين د شمال ختيځې سيمې ، تايوان او پن هو ټاپوګانو په شمول زمکې چه د جاپان لخوا په غيرقانوني توګه ونيولې شوې ، بيرته چين ته ورکړي شي . د پوڅتان په اعلان کي چه په ١٩٤٥کال کي خپور شو ، ليکل شوي چه د قاهرې په اعلاميه کي درج شوي شرايط بايد تر تطبيق لاندي راوستلې شي . د همدي کال د اګست په مياشت کي جاپان د پوڅتان اعلان په منلو سره په بي شرطه تسليم شو چه په دي معني جاپان بايد تايوان او  دياو يو ټاپوګان بيرته چين ته وروليږي .

 څلورمه مسئله د جاپان او امريکې ترمنځ د امنيتي همکارۍ مسئله ده . د امنيتي همکارۍ ګډه اعلاميه په ١٩٩٦کال کي د جاپان او امريکي لخوا خپره شوه او ددې اعلاميې په بنا د دفاعي همکارۍ پرينسيپ چه په ١٩٧٨کال کي طرح شوي ، اصلاح شو. د ١٩٩٧کال د سپتمبر په مياشت کي جاپان او امريکې په رسمي توګه د دفاعي همکاري نوي پرينسيپ وټاکه او ددي پريسيپ په اړه مربوطې لايحې هم په پارلمان کي تصويبې شوې چه له دي څخه څرګنديږي چه د جاپان او امريکي ترمنځ د امنيتي همکارۍ د پياوړتيا  نوي نظام جوړ شو . په دي نسبت چين لومړي ددي پرينسيپ لمخې د تايوان مسئلې ته متوجه دی او دوهم د جاپان د نظامي کيدو بهير هم د چين تر توجې لاندي دي . تر اوسه پوري چين  څو څو ځله په بيلا بيلو لارو او موقع  خپله  جدي توجه او دريځ  بيان کړيدي .

 پنځمه مسئله جنګي جبران دی . د جاپان حکومت په١٩٧٢ کال د چين سره د خپلو روابطو د عادې کيدو په باب خبرو اترو کي په واضيحه توګه څرګنده کړې چه د پخواني جګړې له امله د چين خلکو  ته ستر تاوانونه رسولي او له دي څخه يي پيښيماني وکړه . ددې مخکيني شرط سره سم د چين حکومت د خپلو ملي ګټو لمخې له جاپان څخه د جنګي جبران د نه اخيستلو پريکړه وکړه او دغه پريکړه يي په ١٩٧٢     

کال د دواړو هيوادو لخوا په خپره شوي ګډه اعلاميه کي شامله کړه . په ١٩٧٨کال د چين او جاپان د سولې او دوستۍ تړون د چين د ملي ولسي کانګرس لخوا تصويب شو چه په دي سبب د جنګي جبران د لغوه کيدو غوښتنه وپيژندله شوه .

 شپږمه مسئله په چين کي د جاپان لخوا پاتي شوي کيمياوي وسلې دي. جاپان  په چين باندي  د تيري په موده کي د بين المللي تړون په خلاف کيمياوي وسلې استعمالې کړې او زيات شمير چينايي عسکر او خلک د مسموم له امله مړه شول. د ماتي خوړلو نه وروسته  يي زياته اندازه کيمياوي وسلې په ځاي ښخې يا وغورځولې شوې . تر اوسه پوري د چين د لسو نه د زياتو ولايتونو ، ښارونو او خودمختارو سيمو په څه دپاسه ديرشو ځايونو کي دغسې وسلې پيدا شوې چه د نيمې پيړۍ په تيريدو سره کله ناکله له دغو وسلو څخه زهرجن ګاز يا مايع  باسي او د چين د خلکو د سر و مال  امنيت او ايکولوژيکي چاپيريال ته  يي سخت تهديد رسولي او رسوي يي .د چين حکومت د تيري پيړۍ د اتمې لسيزې په وروستي موده کي په رسمي توګه د جاپان په حکومت باندي پروتيست وکړ او ويي غوښتل چه دغه مسئله حل کړي . د ١٩٩٩کال  د جولاي په ديرشمه نيټه دواړو حکومتونو په بيجينګ کي د دغو کيمياوي وسلو د له منځه وړلو په باب يادداشت لاسليک کړ . د جاپان حکومت په يادداشت کي څرګنده کړه چه بايد د چين او جاپان د ګډې اعلاميې او د دوستۍ او همکارۍ د تړون روحيه ياده کړي ، دغه راز  ددې مسئلې د حل فوريت يي پيژندلې او ژمنه يي کړيده چه د کيمياوي وسلو د منع کولو د کنواسيون لمخې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو دنده سر ته ورسوي . اوس د دواړو هيوادو اړوندې څانګې ددي يادداشت د روحيې سره سم  په چين کي د جاپان لخوا د غورزول شويو کيمياوي وسلو د ژر تر ژره له منځه وړلو په باب سلامشوره کوي .