د چين او روسيې ترمنځ روابط

中国国际广播电台
 

د ١٩٤٩کال د اکتوبر په دوهمه نيټه د چين او شوروي اتحاد ترمنځ سياسي روابط ټينګ شول . د ١٩٩٨کال د اګست په مياشت کي شوروي اتحاد منحل شو او د همدي کال د دسمبر په اوه ويشتمه نيټه د چين او روسيې تر منځ د خبرو اترو يادداشت لاسليک شو او د چين او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ ديپلوماتيک روابط حل شول . په ٢٠٠١کال د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيکي همکارۍ  روابط  نوي سويې ته رسيدلي دي . د چين د وخت رييس جيانګ ځه مين په يو کال کي د روسيې له جمهورريس پوتين سره شپږ ځله تيلفوني خبري وکړي . دواړو مشرانو په ٢٠٠١کال د نيک ګاونډيتوب ، دوستۍ او همکارۍ تړون  لاسليک او ګډه اعلاميه خپره کړه چه په دي توګه د دواړو هيوادو او خلکو ترمنځ د نسلي دوستۍ د ساتلو او د تل دپاره د دښمنۍ نه کولو په هکله سوله ايزه مفکوره د قانون په شکل  تاييده شويده .

  د ٢٠٠٣کال د مي له شپږويشتمي نه تر اته ويشتمې نيټې پوري د چين د دولت رييس هو جين تاو  روسيې ته رسمي سفر وکړ .

 د وروستيو کلونو راهيسې دوه اړخيز اقتصادي او تجارتي روابط او اقتصادي او تخنيکي همکاري نژدي شوي او په کلتوري ، علمي او تعليمي ساحو کي راکړي ورکړي او همکاري هم زياته شويده . مثلا د دواړو هيوادونو زيات شمير هنري او ادبي هياتونو يو بل هيواد ته سفرونه کړيدي .

  د سرحدي مسئلې په باب ، د چين او روسيې ترمنځ سرحدي کرښې ٤٣٧٠کيلومتره اوږد دي او د تاريخ لخوا پاتي شوي مسئله موجوده وه . د دواړو خواوو د کوششونو او د منلي بين المللي قوانينو لمخې او د مساوي مشورې ، متقابل تفاهم او مصالحت د روحيې په بنا د زياتو کلونو  د خبرو اترو نه وروسته د سرحداتې کرښې اوه نوي برخه  ټاکل شويده . تر اوسه پوري يوازي د سرحداتو په ختيځه برخه کي کرښه  ټاکل شوې . دواړه خواوي به د ټاکل شوي اصل سره ژر تر ژره دغه مسئله حل کړي .