中国国际广播电台
د جنوب ختيځې اسيا د هيوادونو
اتحاد پخوا د جنوب ختيځې اسيا
اتحاد و چه د
١٩٦١کال
د جولاي په يو ديرشمه نيټه تاسيس
شو . د
١٩٦٧کال
د اګست په مياشت کي اندونيزيا ،
تايلند ، سينګاپور ، فليپين او
ماليزيا په بنکاک کي د يوې
اعلاميې په خپرولو سره په رسمي
توګه د جنوب ختيځې اسيا اتحاد جوړ
کړ او ورپسې ماليزيا ، تايلند او
فليپين پريکړه وکړه چه ددي اتحاد
په ځاي د جنوب ختيځې اسيا د
هيوادونو اتحاد ونيسي .
د دې اتحاد هدف
د مساوات او همکارۍ د روحيې
سره سم د سيمې د اقتصادي پرمختګ ،
ټولنيزې ترقۍ او کلتوري سمسورتيا
دپاره ګډ کوشش
دعدالت ، د هيوادونو ترمنځ د
روابطو د پرينسيپ او د م م د
منشور مراعات او د سيمي د سولې او
ثبات ټينګتيا
د اقتصادې ، ټولنيزې ، کلتوري ،
تخنيکي او علمي همکارۍ نژديوالي
او يو دبل سره مرسته
په تعليمي ، مسلکي ، تخنيکي او
اداري روزنې او څيړونکو تاسيساتو
په باب متقابله مرسته
د کرنې او صنعت د پوره پرمختګ ، د
سوداګرۍ د پراختيا ، د حمل و نقل
د چارو د ښه والي او د خلکو د
ژوندانه د سويې د لوړوالي په ساحو
کي لا موثره همکاري
د جنوب ختيځې اسيا د مسئلو په باب
د څيړنې پياوړتيا
له هغو بين المللي او سيمه ايزو
سازمانونو سره چه مشابه مرام او
هدفونه لري ، د متقابلو ګټو په
بنا د همکاري د نژديوالي ساتنه او
د همکارۍ د لا نژديوالي د لاري
لټونه
غړي
تر اوسه پوري د برونې ، کمبوديا
، اندونيزيا ، لاوس ، ماليزيا ،
ميانمر ، فليپين ، سينګاپور
،تايلند او ويتنام لس هيوادونه په
دي اتحاد کي شامل دي .
د چين سره روابط
چين ددي اتحاد د ټولو غړو سره
سياسي روابط ټينګ کړي او په
١٩٩٦کال
يي ددې اتحاد د هراړخيز همکارۍ د
هيواد په توګه ومنل شو .
|