ملګري ملتونه او چين

中国国际广播电台
 

د ١٩٤٥کال د اپريل په پنځه ويشتمه نيټه د پنځوسو هيوادونو استازيو د امريکي په سان فرانسسکو کي د م م  د بين المللي سازمان غونډه جوړه کړه او د مي په پنځه ويشتمه نيټه يي د م م منشور تصويب کړ ، په شپږ ويشتمه نيټه د چين ، فرانسې ، شوروي اتحاد ، انګلستان او امريکې او نورو زياترو لاسليکونکو هيوادونو لخوا دتصديقنامو د وړاندي کيدو نه وروسته نوموړي منشور په اوتوماتيک ډول نافذ شو چه په دي توګه د م م سازمان تاسيس شو ، په ١٩٤٧کال کي د م م  عمومي اسامبلې پريکړه وکړه چه د اکتوبر څليرويشتمه نيټه د م م د ورځې په نامه ياديږي .

 د م م مرام  د بين المللي سولې او امنيت ساتل ، د هيوادونو ترمنځ د بيلا بيلو هيوادونو د خلکو د مساوي حقوقو او د خوداراديت  اصولو په بنا د دوستانه روابطو ټينګول ، د هيوادونو ترمنځ  د اقتصادي ،ټولنيزو ، کلتوري او بشردوستو مسئلو حل او د  ټولو انسانانو د حقوقو او اساسي ازادۍ د احترام  پاوړي کول دي . د ٢٠٠٢کال تر سپتمبره پوري د م م د غړو هيوادونو شمير ١٩١ ته ورسيد. د م م مقر په نيويارک کي دی اود سويزلندپه ژنيو ، د اطريش په ويانا، د ګيني په نيروبي او د تايلند په  بنکاک کي خپل دفترونه لري .

  چين  يو لوي مخ په انکشاف هيواد او د م م د امنيت شورا دايمي غړي هيواد هم دی او په بين المللي چارو کي د تل دپاره په اصولو باندي ټينګار کوي ، د عدالت ملاتړ کوي او په م م  او بين المللي صحنه کي مهم او ځانګړي مقام لري . اوس د بين المللي ټولنې د توجه وړ موضوع دا ده چه م م د عادلانه او معقولو بين المللي سياسي او اقتصادي نويو نظمونو د جوړولو په تر څ کي کوم رول لوبوي ؟  چين د دغو نظمونو د جوړولو ، د سولې د ساتلو او د ترقۍ د پرمخبيولو او د باداري غوښتني سره د مخالفت کولو په ساحو کي مهم رول لوبوي او ادعا لري چه د امنيت شورا پنځه دايمي غړي هيوادونه بايد سره هماهنګي او همکاري وکړي څو چه نړيواله سوله او ترقي وساتي .