د  اسيا او ارام سمندر د سيمی د اقتصادی  همکاری  موسسی  او چين

中国国际广播电台

 

د ١٩٨٩ کال  د جنوری  په مياشت کی د استراليا صدراعظم  هوک  د کوريا جمعوريت   ته  د خپل  سفر  په موده کی  د سيمی  د وزيرانو په  درجه  د غونډی  د جوړيدو په  باب  د  ((  سيول  تجويز )) وړاندی  کړ  ترڅو په  هغی کی  د اقتصادی  همکاری  د  پياوړتيا  په باب  موضوع   وڅيړل  شی .  د اړوندو هيوادونو سره  د  سلامشورو نه  وروسته  استراليا  ، امريکی ،  جاپان ، د کوريا جمهوريت ،  نوی زيلاند ، کانادا  او د هغه  وخت  د  جنوب ختيځی اسيا  د اتحاديی شپږو غړو هيوادونو  د  استراليا  په مرکز کانپيرا  کی  د اسيا او ارام سمندر د  سيمی د اقتصادی همکاری د موسسی  د  وزيرانو  په  درجه  لومړنی  غونډه  جوړه کړه  او  په  هغی کی د نوموړی موسسی  (   APEC )  تاسيس  اعلان شو  .

 د ١٩٩١ کال  د نوامبر  په مياشت   په  سيول کی  د APEC د موسسی د وزيرانو په  سويه  په دوهمه  غونډه کی  د  سيول  ابلاغيه  تصويبه  شوه   او په هغی کی  په  رسمی  توګه  د نوموړی موسسی  مرام  او اهداف  ټاکل  شول   او  هغه دا  دی  د خپلی سيمی د خلکو د ګډو  منافعو  او ګټو لپاره دی  د اقتصادی  پرمختګ بهير وساتل شی  ، په  اقتصادی  ساحه کی  بايد    مختلفو غړی  يو پر بل  باندی  اټکا وکړی  ، د  څو اړخيز تجارت  په هکله  ورخلاصی  سيستم دی  پياوړی شی  او  د سيمه ايز تجارت او سرمايه ګذارۍ  په  برخه کی  بنديزونه  دی  کم  شی  .

  د اسيا او ارام سمندر د سيمی  د اقتصادی  همکاری  موسسه  ټول ٢١  غړی  لری  . 

د نوموړی  موسسی  او چين  ترمنځ  روابط 

    چين  په ١٩٩١ کال کی  د نوموړی  موسسی  د غړيتوب  د ګټلو نه  راهيسی  په  فعاله  توګه د APEC  په اړوندو بيلا بيلو فعاليتونو کی  برخه  اخيستی  او د  خپل  هيواد  د  اصلاحاتو او ورخلاصون  لپاره يی  ښه  او مساعد بهرنی  چاپيريال  رامنځ ته  کړی  او  د چين او د نوموړی موسسی   د  اړوندو غړو  ترمنځ  د روابطو  انکشافی بهير   يی  هم  ډير ګړندی  کړی دی .  د ١٩٩٣ کال   راهيسی  هر کال د چين د دولت  رييس  د نوموړی موسسی  د مشرانو  په  غير رسمی  غونډه  کی  برخه  لری   او په هغو کی  يی  د موجودو مسئلو په  هکله د چين  نظريات  وړاندی کړی  او اصولی  دريځ   يی  څرګند  کړی   او  د  هری  غونډی  د  بريالي کيدو  لپاره  يی فعال او مثبت  رول  لوبولی دی . په  ٢٠٠١ کال کی  چين  په  بريالی  ډول   په  شانګهای  ښار  کی  د APEC  د موسسی  غير رسمی  سرمشريزه  غونډه  ترسره  کړی  وه  .