نړيوال تجارتي سازمان او چين

中国国际广播电台

 

د ١٩٩٤کال د اپريل په مياشت کي د المغرب په مراکش کي د وزيرانو په درجه  د ګمرکاتو او تجارت د عمومي پروتوکول  په غونډه  کي د نړيوال تجارتي سازمان د جوړيدو پريکړه وشوه  او د دوهم کال د جنوري په لومړي ورځ  نوموړي سازمان په رسمي توجه تاسيس شوه . ددې سازمان مرام د اقتصادي او تجارتي پرمختګ له لاري د خلکو د ژوندانه د سوېې لوړول ، د کار او استخدام  تامينول ، د واقعي عايداتو او اړتياوو د زياتوالي تضمينول ، د دوامدار پرمختګ د هدف لمخې د نړيوالو منابعو  معقول استعمالول ، د متقابلو ګټو او امتيازونو د موافقتنامو لاسليکول ، ، د ګمرکي او نورو تجارتي بندونو کمول يا لغوه کول او په بين المللي معاملاتو کي د تبعيض ليري کول دي . تر اوسه پوري نوموړي سازمان ١٤٤ غړي لري او مقر يي په ژنيو کي دی .

  د ١٩٨٦کال نه وروسته چه چين په دي سازمان کي د ګډون غوښتنه کړې ، ډير کوششونه يي کړيدي . د ٢٠٠١کال له جنوري نه تر سپتمبره پوري ددې سازمان په اړه د چين ګروپ څلور ځله غونډه جوړه کړې او په دي سازمان کي د برخه اخيستنې دپاره  يي څو اړخيزې خبرې اترې کړي  او په دي سازمان کي د چين د شموليت په هکله قانوني اسناد  يي تصويب کړيدي . د همدي کال د نوامبر له نهمي نيټې نه تر څوارلسمې نيټې پوري د وزيرانو په درجه ددې سازمان څلورمه غونډه د قطر په مرکز دوها کي جوړه شوه او د چين د خارجي اقتصاد او همکارۍ وزير شه ګوان شن پکي ګډون وکړ او په دي سازمان کي د ګډون موافقتنامه يي لاسليک کړه . په نهمه او شلمه نيټه چين ددې سازمان د رسمي غړي په حيث ددې سازمان د شوراپه عمومي غونډه کي ګډون وکړ .