جوينلاي

中国国际广播电台



جوينلاي له ١٩٤٩کال نه تر ١٩٥٨کاله پوري د چين د خارجه وزير دنده په غاړه درلوده . جوينلاي يو ستر پرولتاريايي انقلابيون ، سياستمدار ، نظامي پوه او ديپلوماتيک و او د چين د کمونست ګوند او د چين د ولسي جمهوريت د عمده موسسانو او د چين د ولسي ازادي بخښونکي اردو له جوړونکو څخه وشميرل شو .دده پلرني ځاي د چين د جه جيانګ ولايت د شاو شين ښار دی ، هغه د ١٨٩٨کال د مارچ په پنځمه نيټه د جيانګ سو ولايت په هاي ان کي وزيږيده او د ١٩٧٦کال د جنوري په مياشت کي په بيجينګ کي وفات شو.

  جوينلاي د چين د زياتو مهمو ديپلوماتيکو پاليسيو طرح کوونکي او اجرا کوونکی و . هغه  په ١٩٥٤کال په ژنيو کي د هندوچين د مسئلې د حل په غونډه کي ګډون وکړ چه په دي توګه د ويتنام ، لاوس او کمبوديا دري خپلواک هيوادونه د بين المللي ټولنې لخوا وپيژول شول . هغه د چين په نمايندګۍ د بين المللي روابطو د پرينسيپ په حيث په سوله کي د ګډ ژوند پنځه ګونه اصول وړاندي کړل . په ١٩٥٥کال کي د اسيا او افريقې نهه ويشتو هيوادونود اندونيزيا په بانګ دونګ کي يوه غونډه جوړه کړه او په سوله کي د ګډ ژوند د پنځو ګونو اصولو ، له استعمار سره د مخالفت ، د اختلافاتو د موجوديت په عين وخت کي د ګډو نظريو د لاس ته راوړلو او سلامشورو ادعاګانې وړاندي کړل . جوينلاي د اروپا ، اسيا او افريقي شلګونو هيوادونو ته سفرونه کړي ، د  زياتوهيوادونو د  مشرانو او دوستانو سره يي کتنې کړي او د نړيوالو سره د چيني خلکو دوستي يي ټينګه کړي وه .