چن  يي

中国国际广播电台


   

 چن يي د نولس سوه اته پنځوسم کال نه تر دوه اويايمه کاله پوري د چين خارجه وزير و . هغه د چين د ولسي ازادي بخښونکي اردو د موسسانو او لارښوونکو څخه عبارت و او يو ستراتيژيست او مارشال و ، د چين د ولسي جمهوريت د تاسيس نه وروسته يي په وار سره د صدراعظم د مرستيال ، خارجه وزير او د نظامي کميسيون د مرستيال دندې په غاړه واخيستلې .

  له اته پنځوسم کال نه چن يي د صدراعظم د مرستيال او خارجه وزير په توګه د ماو ځه دونګ او جوينلاي د ديپلوماتيک سياست مفکوره ښه تطبيق کړي ، د نوي چين د طولاني ديپلوماتيکې ستراتيژۍ د  اصولو په طرح کولو کي يي برخه اخيستلې او د جوينلاي سره يي په يو لړ مهمو ديپلوماتيکو فعاليتونو کي ګډون کړي و . د دوه پنځوسم کال د اکتوبر په مياشت کي چن يي پخواني شوروي اتحاد ته او د څلور پنځوسم کال د اکتوبر په مياشت کي د المان ديموکراتيک جمهوريت ته سفرونه کړي وو . د پنځه پنځوسم کال د فبروري په مياشت کي هغه د جوينلاي سره يو ځاي د اسيا او افريقې په غونډه کي ګډون کړي او ورپسې يي ډيرو هيوادونو مثلا افغانستان  ته هم سفر کړي او له افغانستان سره يي د دوستۍ او د يو بل د نه تيري کولو تړون لاسليک کړي و .