هوانګ هوا

中国国际广播电台


 

 هوانګ هوا له شپږ اويايم نه تر دوه اتيايمه کاله پوري د چين  خارجه وزير و . هغه وروسته تر هغه وخته چه په يو اويايم کال کي په م م کي د چين قانوني چوکي اعاده شوېده ، په م م  او د امنيت په شورا کي د چين د دايمي  نماينده په توګه وټاکل شو او د چين د هيات په مشرۍ يي د نهه ويشتمې ، دوه ديرشمې ، دري ديرشمې او اوه ديرشمې دورې د م م  په عمومي اسامبله کي ګډون وکړ او په اته اويام کال کي يي د امريکې د نمايندګانو سره د چين او امريکې ترمنځ د سياسي روابطو د ټينګيدو په باب خبرو اترو کي برخه واخيستله . اوس هغه د بين المللي دوستانه ارتباطو د ټولنې ، د چين د عام المنفعه د ټولنې او د سون چين لينګ د صندوق رييس دی .