د چين د ښکلو او په زړه پوري منظرو څخه  خونداخيستل

中国国际广播电台

      

چين يو غني توريستي منابع لرونکي هيواد دی او ډير ښکلي طبيعي منظرې لري ٠لوړ غرونه ، اوږده سيندونه ، خړوبې ، تيندکې ، فوارې او پخواني عنعنوي ساختماني هنر ، د حيرانتيا وړ حيوانان او نباتات او بي شميره د ليدو وړ ځايونه او تاريخي اثارليدل کيږي ، طبيعي او کلتوري منظرې  سره يو ځاي شوي او بي شمپره سياحان ځانته راجلبوي ٠ تراوسه پوري په چين کې ٢٩ ځايونه د ملګرو ملتو د يونيسکو د سازمان لخوا د نړيوالو ميراثونو په ليست کې درج شوي دي  چې له دې جملې څخه درې طبيعي ميراثونه ، ٢١ کلتوري ميراثونه او د طبيعي او کلتوري  ميراثونو سره يوځای شوي څلور ځايونه دي له نوموړو زياتو طبيعي او کلتوري ميراثونو څخه د چينايانو عقل او زيارونه څرګنديږي ٠

     پرته له نوموړو ځايونو څخه په چين کې ښکلي منظره لرونکي او ژور کلتوري  معني لرونکي ځايونه هم بيشميره دي ، سياحان کولي شي چې د دغو ځايونو څخه د چين  ښکلي او په زړه پوري طبيعي منظرې او د چين لرغوني تمدن  احساس کړي