په چين کې مشهور طبيعي منظرې 

中国国际广播电台

      

          چين د غني توريستي منابعو لرونکي هيواد دی او پکې زيات لوړ غرونه ، اوږد سيندونه ، فوارې ، ابشارونه ، لرغوني ساختماني هنر ، راز راز حيوانان ، نباتات او بې شميره د ليدو وړ پخواني اثار او قديمي ځايونه شته ، اوس په چين کې ٢٩ ځايونه د ملګرو ملتو د يونيسکو د سازمان لخوا د نړۍ د مشهورو ميراثونو په ليست کې شامل شوي دي ، چې له دې جملې څخه دري طبيعي او يو ويشت فرهنګي ځايونه دي ، له دغو طبيعي او فرهنګي ميراثونو څخه د چينايانو پوهه او زيارونه معلوميږي ، پرته د نوموړو ارزښتناکو طبيعي او فرهنګي ميراثونو څخه د چين ښکلي طبيعي منظرې هم ډيرې دي ، سيلانيان کولاي شي چې له دغو ځايونو څخه د چين کلتور او تمدن احساس کړي ٠

         د ګوي لين طبيعي منظره

          د ګوي لين ښار د چين په جنوب لويديځ کې د ګوانګ شي د جوانګ قوم په خودمختاره سيمه کې واقع دی ، هوا يې متعدله او لنده ده ، په اوړي کې ګرمي نشته او په ژمي کې هوا يې سړه هم نه ده ، په ټول کال کې ونې او واښه شنه ښکاري او د هوا  منځني تودوخه يې نولس سانتي ګراده  درجې ده ٠

       د ګوي لين په ښار کي  ښه طبيعي ايکولوژيکي چاپيريال شته ، د څيړنې سره سم د څه دپاسه درو سوو مليونو کالو نه مخکې د ګوي لين سيمه يو سمندر و ، د ځمکني کرې د حرکت او بدلون له امله ګوي لين په ځمکه بدل شوی دی  او د اوبو او باد د اوږدې مودې د اغيزې له امله په ګوي لين کې راز راز غرونه او غارونه رامنځته شوي دي ٠ دغه خاصې او ځانګړي طبيعي منظرې د لي جيانګ نومي سيند سره يو ځای په چين کې ډير په زړه پوري او ښکلي طبيعي توريستي ځايونه جوړکړي دي ٠ خلک وايي چې د ګوي لين غرونه شنه دي ، اوبه  يې رڼي دي ، غارونه يې دمعجزې نه ډک دي او ډبرې يې په زړه پوري دي ٠ نو په دې وجه د ګوي لين منظرې په چين کې تر ټولو نه د ښکلو منظرو په حيث بلل کيږي ٠

         د ګوي لين په سيمه کې د دولت ، خودمختارې سيمې او ښاروالي په درجه ١٠٩ ځايونه د ساتلو دپاره ټاکل شوي دي ، د چين په پخوانيو زمانونو کې ډيرو ليکوالانو او شاعرانو په خپلو اثارو کې د ګوي لين د ښکلو منظرو ستاينه کړي ده ٠ د ګوي لين په ښار کې ډيرې مشهورې منظرې شته ، د بيلګې په توګه د بۍ ليان فنګ نومي غر ، د چي سينګ يان په نامه پارک ، د لونګ شنګ نومي توده فواره ، لودي ياي غار او سيانګ بي شان نومي غر او داسي نور ٠

            اوس په ګوي لين کې ٢٨ هوټلونه او رستورانونه بهرني ميلمانه منلاي شي ، ١٨ بينالمللي توريستي شرکتونه او څه دپاسه ١٠٠٠ تنه ترجمانان  د خارجيانو د پاره خدمت کوي ، په دې وروستيو کلونو کې د ګوي لين په سيمه کې توريستي تاسيساتو نوره  هم بشپړتيا موندلې او هوايي الوتنه يې هم اسانه ده ، اوس د ګوي لين څخه د چين نورو ځايونو او خارجي هيوادونو ته د تګ دپاره څه دپاسه ٤٠ هوايي کرښې پرانيستلې شوي دي ٠

 

                             د چانګ باي نومي غر

        د چانګ باي نومي غرد چين په شمال ختيځ کې د جي لين په ولايت کې واقع دی او د چين او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت ترمنځ يو سرحدي غر دی او د تومن ، يالوجيانګ او سونګ خوا جيانګ په نامه  د دريو سيندونو سرچينه هم ده ٠ د چانګ باي غر په سلسله کې ډير زيات ځنګلونه شته او پکې زيات قيمتي مرغان او حيوانان اوسيږي ، نوموړي غر په ١٩٨٠ کال کې د ملګرو ملتولخوا د بيولوژي د ساتونکي سيمې په توګه ټاکل شوي دي ، اوس د چانګ باي غر د چين د مهمې منظرې لرونکي سيمې په توګه ټاکل شوي دي ٠

         د چانګ باي غر د چين په شمال ختيځ کې د لومړي غر په نامه  ياديږي ٠ د چين په پخوانيو زمانونو کې نوموړي غر د مان قوم زيږنځی و ، نو ځکه د چينګ په امپراطوري په سلسله کې نوموړي غر د مقدس ځای په نامه بلل کيده ، اوس نوموړي ځای د ښکلو طبيعي منظرو ، د مان قوم د زيږنځي او د کوريايي قوم د مقدس غر په اثر بي شميره چيني او بهرني سياحان ځانته راجلبوي ٠

         د چانګ باي نومي غر په چيني ژبه کې د تل سپين رنګ لرونکي غر معنا ورکوي ٠ ځکه چي د غر پر څوکې باندې زياتې سپينې ډبرې  او سپينې واورې موجودې دي ، خو اوس هغه يو ويده شوي اورغورځوونکي غر دی ، د تاريخي اسنادو سره سم د ١٦ مي پيړۍ نه وروسته په نوموړي غر کې درې ځله اور غورځيدلي وو ٠ د اور د غورځيدو له امله رامنځته شوي ځانګړي او خاصې طبيعي منظرې ډيرې په زړه پوري دي ، د بيلګې په توګه أسماني حوض ، تر ځمکې ﻻندې ځنګلونه ، لويه دره او نورې

          د چانګ باي د غر په سلسله کې ژن شن ، د سمور پوستکي او د ګوزن ښکر د چين د دريو قيمتي شيانو په توګه شميرل کيږي ٠ دغه راز په دې غره کې ډير زيات قيمتي نباتات او حيوانات  موجود دي ، مثلأ ببران او کلنکان او نور ٠

       د چانګ باي غر ته د سفر دپاره ډيرې اسانتياوي برابرې شوې دي  ، سياحان کولاي شي چې د الوتکې ، اورګاډي او موټرونو په واسطه د بيجنګ او شانګهاي ښارونو څخه نوموړي ځاي ته ولاړشي ، هلته هوټلونه زيات دي او تاسيسات يې هم ښه دي ٠