中国国际广播电台
چين د
لوي مساحت او زياتو قومونو
لرونکي يو هيواد دی او د چين
په بيلابيلو ځايونو کې پراته
ښارونه هم خپل ځانګړي خصوصيت
لري ، د چين په شمال کې د چين
پلازمينه بيجنګ ښار ، په ختيځ
کې د چين لوي اقتصادي مرکز
شانګهاي ښار ، په لويديځ کې
ښکلي منظره لرونکي او قومي
خصوصيت لرونکي ښار لاسا او په
جنوب کې د ګوانګ جو ښار ډير
مشهور لوي ښارونه دي ، د چين
زيات شمير ښارونه لکه د
مرغلرو په شان د چين د ٩
مليونو او شپږو لکو مربع
کيلومترو ځمکو کې پراته دي ٠
په چين کې
١٣٧ ښارونه د مشهورو توريستي
ښارونو په توکه ټاکل شوي دي ، په
دې جمله کې د شانګهاي ، بيجنګ ،
تيان جين ، چونګ چينګ ، شنګ ځنګ ،
هانګ جو ، دلاليان ، نانجنګ ، سيا
من ، ګوانګ جو ، چنګ دو ، شن يانګ
، چينګ داو ، نينګ بو ، شي ان ،
هاربين ، جي نان ، څانګ څون او
لاسا ښارونه شامل دي ٠ دغه راز د
هاربين ، جي لين ، څنګ جو ، چاو
چينګ ، ليو جو او چينګ داو ښارونو
په ګډون شل ګونه ښارونه د چين د
تاريخي او کلتوري مشهورو ښارونو
په توګه ټاکل شوي دي ٠
د بيجنګ ښار
د بيجنګ
ښار د چين پلازمينه ده او د چين
سياسي او کلتوري مرکز هم دی ، د
جغراغيې له نظره د چين پلازمينه
بيجنګ د ايتاليې د روم ، د
هسپانيې د مادريد په شان په يو
عرضالبلد کې واقع دی او اقليم يې
د متعدلې سيمې په اقليم پوري اړه
لري ، ژمي او دوبی
يې اوږد دی او پسرلي او مني يي
لنډ او هوا يي وچه ده ، په کال کې
د هوا منځني تودوخه يې يولس
اعشاريه اته سانتي ګراد درجه ده ٠
د بيجنګ
ښار ډير اوږد تاريخ لري ، هغه د
ښار په توګه د دريو زرو کالو نه
مخکي جوړشوی دی ، د ميلاد نه دمخه
د ٧٧٠ کالو نه تر ٢٢١ کاله پوري د
بيجنګ سيمه د ملوکالطوايفي حکومت
د مرکز په توګه وټاکل شو ٠ د
کلونوکلونو د تيريدو سره سره
بيجنګ د چين په شمال کي د يوه مهم
ښار په توګه ګڼل کيده ، د جين په
امپراطوري سلسله کې بيجنک د پلا
زميني په توګه وټاکل شو ، ورپسي د
يوان ، مينګ او چينګ په امپراطوري
دورو کې بيجنګ په مداومه توګه د
پلازمينې په حيث ټاکل کيده ، په
هغو دورو کې ٣٤ تنو امپراطورانو
په بيجنګ کې پر ټول چين باندې
حکومت کاوه
د نوي
چين د جوړيدو نه وروسته په تيره
بيا له هغه وخته راهيسي چي په چين
کې د اصلاحاتو او ورخلاصون په باب
پاليسي اجراشوي د بيجنګ حالاتو
ډير ستر او لوي بدلونونه موندلي
دي او ډيرې زياتې عصري وداني په
بيجنک کې په پر له پسي توګه جوړې
شوې او د خارجي هيوادونو سره د
چين مناسباتو هم په پر له پسي
توګه پراختيا موندلې ده ،اوس د
بيجنګ ښار د لوي قدم په اوچتولو
سره د نړۍ د لويو عصري ښارونو
درشل ته ننوځي ، د بيجنګ لرغوني
فرهنګ او اوسني نوي صورت د چيني
او بهرنيو سياحانو پاملرنه او
دلچسپي راجلب کړي دي ، په دې
وروستيو کلونو کې په شل ګونو
مليونو چيني او بهرني سيلانيان د
سيل دپاره د بيجنګ ښار ته راغلي
دي ٠
اوږد او
لرغوني تاريخ د بيجنګ ښارته بي
شميره قديمي اثار او ښکلي منظرې
راپاتي کړي دي ، ، لوي ديوال ، د
ممنوعي ماڼۍ ، د يي خه يوان ، بۍ
هاي ، شيانګ شان او تيان تانګ په
نامه زيات مشهور پارکونه د ليدو
وړ ځايونه دي ٠ په نوموړو مشهورو
پارکونو او باغونو کې ښکلي او په
زړه پوري منظري او عظيمي وداني د
سيل او ليدو وړ دي ، دغه راز په
بيجنګ کې د چين د زياتو مشهورو
شخصيتونو پخواني کورونه هم د
يادوړ دي ، په عين وخت کې مسافرين
هم کولاي شي چې د بيجنګ په زياتو
موزيمونو کې د چين سياسي ،
اقتصادي ، علمي ، تخنيکي او پوځي
معلومات ترﻻسه کړي ، علاوه پر دې
د بيجنګ په شاوخوا ځايونو کې
زياتې طبيعي منظرې په دې ډول دي ،
د تيان تانګ نومي پارک ، د مينګ د
١٣ امپراطورانو مقبرې ، د يي خه
يوان ، د بۍ هاي ، د جين شان په
نامه پارک ، د چيني ملتونو په
نامه پارکونه ، لوي ديوال ، د ژو
بڼ او دنباتاتو پارک او نور ٠
د شي ان ښار
شي
ان ښار د چين د شان شي ولايت مرکز
دی او د چين په شمال لويديځ کې
واقع دی ، هغه د چين په شمال
لويديځ کې د سياسي ، اقتصادي او
ترانسپورتي مرکز په توګه ګڼل کيږي
٠
د
شي ان ښار يو داسي ښار دی چې د
چين د پخوانيو شپږو لويو
پايتختونو يعني د شي ان ، لو يانګ
، نانجنګ ، کاي فنګ ، هانګ جو او
بيجنګ څخه ډير پخواني مرکز و٠ وخت
يې ډير اوږد دی او زياتې
امپراطوري سلسلې پکې تيري شوي دي
٠ هغه د چين په تاريخي کلتوري کې
ډير مشهور دی ، د چين په تاريخ کې
د لويديځ جو ، چينګ ، لويديځ هان
او تانګ په شمول د لسو امپراطوري
سلسلو دپايتخت په توکه ټاکل شوی و
، نو له دې امله شي ان ښار د چين
په تاريخ کې ژوره اغيزه درلوده
د شي ان
ښار چي د نړۍ د څلورو لويو لرغوني
پايتختونو په توګه ګڼل شوی دی يو
مشهور توريستي ځای هم دی ، دغه
رادز د چينګ شي هوانګ د امپراطور
د پوځيانو او أسانو څه دپاسه شپږ
زره مجسمې چې د نړۍ د اتمې معجزې
په توګه شميرل کيږي د شي ان د
ښار د لين تونګ په سيمه کې پرتې
دي ، نوموړي مجسمې په شلمه پيړۍ
کې د ډير ستر کشف په توګه شميرل
کيږي ، علاوه پر دې په دې ښار کې
د دا يان په نامه لوي برج ، د
خواچينګ څي او د خوا شان نومي غر
په ګډون ښکلي او په زړه پوري
طبيعي منظره لرونکي ځايونه هم
زيات سيلانيان ځانته راجلبوي ٠
د لاسا ښار
د ﻻسا ښار
د چين د تبت د خودمختاري سيمې
مرکز دی او د هيمالايا غر د سلسلې
په شمال کې واقع دی ، د لاسا ښار
عمومي مساحت ٢٩ زرو او دوه پنځوس
مربع کيلومتره دی ، په دي ځای کې
هوا وچه او اورښت يې کم دی ، په
ژمي کې يې هوا سړه او په اوړي کې
يې هوا توده ده ، په کال کې ددې
ځای د هوا د تودوخي منځني درجې
اوو اعشاريه څلور سانتي ګرادو ته
رسيږي ، د هرکال جولاي ، اګيست او
سپتمبر د اورښت موده ده او د
اورښت اندازه يې ٥٠٠ مليمترو ته
رسيږي ، دﻻسا ښارد لمر دوړانګوڅخه
د ډک ښار په توګه بلل کيږي ٠ په
دې سيمه کې د ورځې هوا توده او د
شپې لخوا هوا سړه وي ، دا ځای په
اوړي کې د ګرمي څخه د ډډه کولو
دپاره ښه ځای دی
د ﻻ سا
ښار د نړۍ د بام په نامه د چينګ
های او تبت په لوړه کې واقع دی او
لوړوالی يې د سمندري سطحې د ٣٦٠٠
مترو څخه هم زيات دی او د
هوافشار يې ټيټ دی ، هغه خلک چې د
لومړي ځل دپاره ﻻسا ته ځي اکثريت
يې ددې ځای د هوا د ټيټوالي سره
سمون نه خوري ، د يوې يا دوو ورځو
نه وروسته مسافرين ورو ورو د
نوموړو حالاتو سره سمون خوري ، د
هرکال د اپريل نه تر اکتوبر پوري
د مسافرينو دسفر دپاره ښه او
مناسب وخت دی ٠
په تبتي
ژبه کې ﻻسا د رب النوع د هستوګنځي
معنا ورکوي ، نوموړي ښار ډير اوږد
تاريخ لري او ديني او فرهنګي محيط
يې هم ډير ژور دي ، په دې ځای کې
د دا جاوپه نامه معبد ، باکو واټ
او د بودالا ماڼۍ د ليدو وړ
ځايونه دي ٠
|