په چين کې په زړه پوري کوچني ښارګوټي

中国国际广播电台

      

     په چين کې ډير زيات ښارونه اوږد تاريخ لري ، په تيره بيا هغه کوچني ښارګوټي چې تر اوسه پوري په پوره او ښه توګه خوندي ساتل شوي دي او د سلو کالو نه زيات تاريخ لري او دډيرې  پاملرنې وړ دي ٠ د بيلګې په توګه د چين د يون نان د ولايت د لي جيانګ نومي کوچني ښارګوټي د نړۍ د کلتوري ميراثونو په ليست کې شامل شوی دی ، د کوچنيو ښارګوټيو تاريخ ، فرهنګ ، ماضي او حال  د بي شميره چيني او خارجي سياحانو د پاملرنې وړ ګرځيدلی دی ٠ نو په دې اثر د چيني زيات کوچني ښارګوټي لکه جو جوانګ ، يانګ سو ، دالي او نور ښارګوټي په چين کې د مشهورو توريستي ځايونو په توګه ټاکل شوي دي  ٠

                               د جو جوانګ نومي ښارګوټي

      د جو جوانګ نومي کوچني ښارګوټي د چين د جيانګ سو د ولايت د سو جو د ښار نه يوازي ٣٨ کيلومترو فاصله لري ، جوجوانګ ښارګوټي په چين کې د اوبو په چاپيريال کې د  لومړني ښارګوټي په توګه ياديږي ٠

        د جوجوانګ په شاوخوا کې د دن خو ، باي يان او ديان شان په شمول څه دپاسه ديرش لوي او کوچني جهيلونه او سيندونه شته ، د دې ښار ګوټي وداني د سيند په غاړو کې ولاړې دي او پخواني ساختماني سبک لري ، ددې ښارګوټي د ودانيو په سلو کې شپيته برخه د مينګ او چينګ د امپر اطوري په دورو کې جوړې شوې ، په بل عبارت په دې ځاي کي چې مساحت يې يوازي صفر اعشاريه څلور مربع کيلومتردي ٠ نژدې يو سلو شپيته پخواني وداني ليدل کيږي ، په عين وخت کې ١٤ خصوصيت لرونکي پخواني پلونه هم د سيند دپاسه ولاړ دي ، پلونه ، سيندونه او پخواني وداني دريواړويوه ښکلې او په زړه پوري منطره جوړه کړيده ، د جو جوانګ  ښارګوټي  په پخوانيو زمانونو کې د زياتو ليکوالانو له خوا په ډيرو ادبي او هنري اثارو کې مجسم شوی او پخوا  د چين ځيني مشهور ليکوالان او شاعران په دې ځای کې هم اوسيدل٠  

       د جوجوانګ په ښارګوتي کې  د چيوان فو او څينګ چينګ په نامه معبدونه ،د شن تين او  فوان نومي پلونه او د ليدو وړنورې وداني هم ليدل کيږي ٠

       څرنګ چې جو جوانګ د چين د سو جو او شانګهاي ښارونو ترمنځ واقع دی او د تګ راتګ دپاره ډيرې اسانتياوې لري ، خلک هره ورځ د نوبتي مسافروړونکي بسونو په واسطه دواړو ښارونو ته تګ راتګ کولای شي ، جو جوانګ د شانګهاي  ښار ته نژدې دی ، نو سياحان کولاي شي چې په ورځ کې د شانګهاي څخه جوجوانګ ښارکوټي ته او بيا د جوجوانګ څخه شانګهاي ښار ته بيرته ستانه شي ٠، په جوجوانګ کي زيات او پاک هوټلونه او رستورانونه شته چې هره ورځ د سيلانيانو او مشتريانو په خدمت کې دي ٠

 

   د فنګ هوانګ نومي پخوانی ښارګوټي

        د فنګ هوانګ په نامه پخواني ښارګوټي د چين په منځنۍ برخه کې د خو نان د ولايت د توجيا او مياو قومونو په خودمختاره ولسوالي کې واقع دي ٠

        د فنګ هوانګ پخواني ښارګوټي په نوي او زړې دوو برخو ويشل کيږي ، زړه برخه يې د غره په لمن او د سيند په غاړو کې ده ، د توجيانګ نومي سيند له زړې برخې څخه تيريږي ، د سرو ډبرو په واسطه جوړشوي ښاري ديوال د سيند په غاړه کې ولاړ دي ، پخواني ښارګوټي د چينګ په امپراطوري سلسله کې جوړ شوی دی، ، د زوړ ښارګوټي د شمالي دروازي په مخ کې يو سيند بهيږي ، او پر سيند باندې يو کوچني پل ولاړ دی ، دا پل پخوا  فنګ هوانګ ښارګوټي ته د ننوتلو دپاره يوازنی ﻻره وه ٠

         د فنګ هوانګ ښارګوټي د چين د مشهور ليکوال شن څونګ ون د ټاټوبې له امله شهرت موندلی دی ، د شن څونګ ون پلرنی کور د فنګ هوانګ ښارګوټي په يوه کوڅه کې پروت دی او څلور کوټې لري ، کور يې د خښتو او لرګيو په وسيله جوړ شوی او فرهنګي سبک لري ، د فنګ هوانګ په ښارګوټي کې د ليدو وړ منظرې  دا دي غرونه ، جهيلونه ، پخواني وداني او نور ، سياحان د موټر په واسطه د فنګ هوانګ پخواني ښارګوټي ته تللي شي ٠