په چين کې د بهرنيو پيسو د استعمال په باب معلومات
中国国际广播电台

     

د چين پيسې

     د چين پيسې د ژنمينبي په نامه ياديږي او د چين د ولسي بانک لخوا چاپيږي ، د ژنمينبي پولي واحد يوان دی ، نورې يې جياو او فين دي ، يو يوان لس جياو او يو جياو لس فينه دي ٠ د يوان پيسې د يو يوان ، دوو يوانو ، پنځه ، لس ، پنځوس او سل يوانو څخه عبارت دي ، د جياو واحد د يو ، دوو او پنځو جياو او د فين واحد د يو ، دوو او پنځو فينو څخه عبارت دي ، د ژنمينبي يوان لنډ ليکل R M B  دي ٠

    د خارجي اسعارو بدلون

     اوس په چين کې ﻻنديني اسعار يو د بل سره تبديليږي

    امريکاي ډالر ، انګليسي پوند ، د فرانسې پرانک ، د المان مارک ، جاپاني ين ، د استراليې ډالر ، د اطريش شلينګ ، د بلژيک فرانک ، د کانادا ډالر ، د هانکانګ ډالر ، د سويس فرانک ، د دنمارک کرون ، د هالند ګولدر ، د ناروي کرون ، د سويډن کرون ، د سينګاپور ډالر ، د ماليزيا رنکت ، د ايتاليا لير ، د مکاو روپۍ او د فنليند مارک او داسي نور ٠

    په چين کې د خارجي اسعارو د بدلون په باب د اوسنيو قاعدو سره سم د چين د ولسي جمهوريت په خاوره کې د خارجي اسعارو چلند ممنوع دي او د معاملاتو په بهير کې په خارچي اسعارو حساب نه کيږي ٠ ددې دپاره چې چين ته د سفر دپاره خارجي ميلمانو او د هانکانګ او مکاو وطنوالو ته د پيسو د مصروفولو دپاره اسانتياوي برابرې شي ، د چين بانک او نور بانکونه چې هغوي ته د خارجي اسعارو د تبديلولو حق ورکړ شوي دي د توريستي چکونو او د خارجي باوري کارتونو په

واسطه د ژنمينبي پيسو د بدلولو کارونه ترسره کيږي ، پرته له دې نه خارجي مسافرين هم کولاي شي چې په دغو بانکونو کې د ٢٢ ډوله خارجي اسعارو په وسيله د ژنمينبي پيسې تبديلې کړي ، په عين وخت کې د مسافرينو دپاره اسانتياوي برابريږي د بانکونو څخه پرته په ځينو هوټلونو ، رستورانونو او مارکيټونو کې هم د خارجي اسعارو په وسيله ژنمينبي پيسې بدليږي ، هغه ژنمينبي پيسې چه د خارجي اسعارو په عوض ترلاسه کيږي او د چين څخه د وتنې نه مخکې هم زياتې پاتې وي نو مسافرين کولای شي چې د چين څخه د وتنې دمخه په شپږو مياشتو کې د خارجي اسعارو د بدلولو په باب د باوري سند په واسطه د ژنمينبي په عوض خارجي اسعار ترلاسه کړي او له چين څخه وړل کيږي ، خو د خارجي اسعارو د بدولو بيه د وخت د تيريدو له امله يو شان نه ده او د توريستي چک ، باوري کارت په واسطه يو ډول بيه لري او د نقدي خارجي پيسو په وسيله بله بيه لري ٠

   په چين کې ﻻنديني خارجي باوري کارتونه استعماليږي ٠

    مارتيرکارت ، ويسا کارت ، امريکايي ايکسپريس کارت او دينيرس کارت