د چين  د قومونو په باب  معلومات

中国国际广播电台
 

چين  يو داسی واحد هيواد دی چه  شپږ پنځوس قومونه او يو مليارډ دری سوه مليونه  نفوس لری ،  د نفوسو شمير يی په نړۍ کښی  تر ټولو زيات دی٠

     د چين د قومونو  نومونه په دی ډول دی :  هان ،  منګوليا، خوی، تبت ، ويغور، مياو، يی، جوانګ، بويی، کوريا، مان ، دونګ، ياو، بای،  توجيا، هانی، قزاق ، دای، لی، ليسو، وا، شه،  ګاوشان، لاهو، شۍ،  دونګ سيانګ، ناسی، جينګ پو، قرغز، تو،  داور، مولاو، چيانګ ، بلانګ، سالار، ماو نان، ګه لاو، سيبه، اچيانګ ، پومی، تاجيک، نو، ازبک ، روسيه، عوينکی، ده عانګ، باو ان،  يوګور،  جينګ، تاتار، دولونګ،  اوروچن،  هه جه، موينبا، لهوبا او  جينوه٠

     په چين کښی د هان قوم  نفوس  د ټولو نفوسو په سلو کښی څه نا څه دوه نوی برخه نيسی او د نورو قومونو  هيوادوال  يوازی په سلو کښی  اته  برخه  تشکيلوی٠ څرنګه چه د هان قوم  نه غير د نورو پنځه پنځوسو قومونو د وګړو شمير کم  دی، نو د چين د عادت له مخی  دوی     ٌ ملی اقليتونه ٌ  ګڼل کيږی٠  دغه  ملی اقليتونه  عمومأ د چين  د شمال لويديځ، جنوب لويديځ  او شمال ختيځ  په سيمو کښی ژوند کوی٠

    

د تاريخ د  انکشاف  په ډيره اوږده موده کښی د چين بيلا بيل ملی اقليتونه  د  ټول هيواد په لحاظ  عمومأ د هان  له قوم  سره  په ګډوډه توګه  اوسيږی، خو  د هيواد  په ځينو سيمو کښی  په جلا جلا توګه  د يوه کوم قوم ګڼ  شمير خلک ژوند کوی٠  د پنځه پنځوسو ملی اقليتونو څخه  د  خوۍ او مان  دوه قومونه  د هان قوم  ژبه  وايی او  نور بيلا بيل قومونه  په جلا جلا توګه خپله قومی ژبه لری ٠ له اوږدې مودې راهيسی ،  د چين شپږ پنځوس قومونه د خپل هيواد  په نهه مليونو شپږ لکو مربعه  کيلومترو خاورو کښی په ګډه سره  کار او ژوند کوی  او  په مشترکه توګه  يی د چين  لرغونی تاريخ او  روښانه  کلتور رامنځ ته کړيدی ٠