د چين  د ملی اقليتونو  کلتورونه

中国国际广播电台
 

 د  ملی اقليتونو   کلتورونو ته  د دوام  او انکشاف ورکولو  دپاره  د چين په بيلا بيلو قومی  خودمختارو سيمو او  خودمختارو  لويو ولسواليو کښی د  ځانګړی حالاتو له مخی په وار سره  د خپلو سيمو  د  ليکوالو، د ډراميو د ليکوالو، موسيقی دانانواو سندره غاړو ، نڅا کوونکو، هنرماندانو او نقاشانو او  فلمی کارکوونکو داتحاديو او د  عکاسانو د ټولنو په شمول  ادابی او هنری سازمانونه  جوړ شويدی٠ د ملی اقليتونود خودمختارو ځايونو په  پوهنتونونو او قومی پوهنځيو کښی د  ملی اقليتونو د ادباتو څانګې او مسلکی  کلاسونه  هم  شته او  په ځينو ځايونو کښی قومی  هنری ښوونځی  هم جوړ شويدی ، مثلأ  موسيقی پوهنځی، د ډرامو پوهنځی، د فلمو پوهنځی او داسی نور چه  له هغو څخه  د ملی اقليتونو  زيات شمير ادبی او هنری ماهران روزل شويدی٠ د  مثال په ډول  د قومی  طب او دواګانو  په برخه  کښی  تر  اوسه پوری د  چين د  تبت ، داخلی مغولستان او شينجيانګ  په خودمختارو سيمو کښی  په  جلا جلا توګه  د  تبتی  ، مغولی  او ويغوری عنعنوی طب  روغتونونه او د قومی عنعنوی طب او دواګانو  منځنی  مسلکی ښوونځي  جوړشويدي٠

      اوس  په چين کښی  د ملی اقليتونو د ليکوالو او هنرماندانو يو  تګړه صف  رامنځ ته شوی او  د ملی اقليتونو يو شمير مسلکی او غيرمسلکی هنری نمايش کوونکی هئيتونه او  ټيمونه جوړشويدی چه  دوی  د ملی اقليتونو په کليو، مالدارو سيمو ، ښارونو او ښارګوټو کښی  د  خپلو هيوادوالو دپاره خدمتونه  ترسره کوی٠

      د  ملی اقليتونو  يو شمير ولسی ادباتو او  هنرونو  مدارک چاپ شويدی، مثلأ:  << د چين د ولسی سندرو عمومی مجموعه>>، << د چين د ډرامی موسيقو عمومی مجموعه>>،  << د چين  د بيلا بيلو قومونو د ولسی  موسيقی الاتو مجموعه>>، << د چين د ولسی  نڅاوو عمومی مجموعه>>، << د چين د ولسی کيسو عمومی مجموعه>>، << د چين د متلونو مجموعه>> او داسی نور چه  په  دغو ستروکتابونو کی د  ملی اقليتونو ډير زيات کلتوری او هنری مدارک شامل دی٠

      د ملی اقليتونو د ادبی او هنری  مجلو  چاپ  هم  ډير چټک  انکشاف موندلی دی٠  اوس  په چين  کښی د بيلا بيلو ملی اقليتونو څه دپاسه سل ډول ادبی او هنری مجلې شته او  ځينی ځايونه  د   اشعارو، موسيقو، نقاشيو،فلمونو او ډرامو په باب  ځانګړی مجلې  هم لری  چه له دې جملې څخه  څه دپاسه  شل ډول مجلې  د ملی اقليتونو  په  ليک دودونو چاپيږی ٠ د چين  په  قومی خودمختارو ځايونو کښی چاپ شوی  کتابونه، ورځپاڼې او مجلې  په لويې پيمانې سره  زياتيږی او  يوازی د هغو کتابونو ډولونه  څه دپاسه  دری زرو څلور سوو ته  رسيږی کوم چه  د ملی اقليتونو په  ليک دودونو   چاپيږی٠