د چين د ملی
اقليتونو اخترونه زيات دی او
تقريبأ هر قوم ځانګړی مهم
اختر لری٠ مثلأ د تبتی جنټرۍ
نوی کال ، د ٌ دای ٌ د قوم د
اوبو شيندلو اختر، د ٌ يی ٌ د
قوم د مشعل اختر ، د ٌ بای
ٌ د قوم د دريمې مياشتې
بازار، د ٌ جوانګ ٌ د قوم د
سندرو ويلو بازار، د مغولی قوم
د نادام غونډه او داسی نور٠ د
چين ځينو محلی حکومتونو هم د
ملی اقليتونو اخترونه د محلاتو
د قانونی اختر په توګه ټاکلی دی٠
مثلأ د تبتی جنټرۍ نوی کال ،
د مسلمانانو لوی اختر او داسی
نور٠
لوی اختر
لوی اختر
د ټولې نړۍ د مسلمانانو ګډ
اختر دی، د چين د هوۍ، ويغور،
قزاق، ازبک، تاجک، تاتار، قرغز،
سالار، تونګ شيانګ او باو ان د
لسو مسلمانو قومونو خلک هم د
نورو هيوادونو د مسلمانانو په
شان دا دروند اختر تيروی او د
اختر د نمانځنې شکل يی هم د
نړۍ له مسلمانانو سره توپير نه
لری٠

( عکس : د
چين مسلمانان د لوی اختر
نمانځنه کوی )
کوچنی اختر
د چين د
لسو مسلمانو قومونو هيوادوال
هم د نړۍ د مسلمانانو په شان
کوچنی اختر تيروی او د دی اختر
د نمانځنی شکل يی له خارجی
مسلمانانو سره توپير نه لری٠
د تبتی جنټرۍ
نوی کال
د تبتی
جنټرۍ نوی کال د چين د تبتی
قوم تر ټولو دروند او له ښادۍ
څخه ډک اختر دی٠ د دی اختر د
نمانځنې فعاليتونه عمومأ د
تبتی جنټرۍ د لومړی مياشتې له
لومړی ورځې څخه تر پنځلسمې
نيټې پوری دوام لری٠ د نوی
کال په لومړی ورځ کښی تبتی
ځوانان د ښکلی کاليو په اغوستلو
سره يو بل ته مبارکی وايی او
د نيکمرغۍ هيله څرګندوی٠ دغه
راز تبتيان په معبدونو کښی د
عبادت فعاليتونه هم کوی او
ډله په ډله په واټونو کښی سندرې
وايی او نڅا کوی، خو د خپلوانو
او دوستانو کورونو ته نه ځی ٠
( عکس : د
تبتی نوی کال د نمانځنې په
فعاليتونو کښی د اسونو د
سپرلو نمايش )
د ٌ نادام ٌ
غونډه
د ٌ
نادام ٌ غونډه د چين په
داخلی مغولستان، ګان سو ، چينګ
های او شينجيانګ کښی د مغولی
قوم د هيوادوالو عنعنوی اختر
دی او د هر کال په جولای يا
اګيست کښی نمانځل کيږی٠ ٌ
نادام ٌ په مغولی ژبه کښی د
ښادۍ او لوبې معنی لری ٠ د
نادام غونډه لرغونی تاريخ لری٠
پخوا د نادام د غونډې په موده
کښی د اسلافو د عبادت
فعاليتونه پرځای کيدل او
لامائيانو د مذهبی مراسمو په
جوړولو سره له ارباب الانواعو
څخه غوښتنه کوله چه د خلکو
دپاره بدمرغۍ ليری کړی٠ اوس د
نادام د غونډې عمده
فعاليتونه د غيږنيوۍ، د اسونو د
ځغلولو او د غشی د ويشتلو په
شمول له عنعنوی قومی سپورتی
لوبو څخه عبارت دی او په
ځينو ځايونو کښی د اتليتيک ورزش
او د واليبال او باسکتبال لوبې
هم پرځای کيږی ٠

|