د چين  د مذهبونو  حالات

中国国际广播电台

     

  په چين  کښی زيات مذهبونه شته او د چين  متدينان  په عمده توګه  پر بوديزم ، تاويزم،  د اسلام  پرمبارک دين ، کاتوليک او  مسيحيت باندی عقيده لری٠

     د نامکمل احصائی له مخی، اوس په  چين کښی څه دپاسه  سل مليونه  بيلا بيل  متدينان ، د مذهبی فعاليتونو څه دپاسه  پنځه اتيا زره ځايونه،  څه نا څه دری لکه مذهبی کارکوونکی، څه دپاسه  دری زره مذهبی ټولنې او  څلور اويا  مذهبی ښوونځی شته٠

      په چين کښی د مذهبونو  ملی ټولنې  په دی ډول دی :  د چين  د بوديزم  ټولنه، د چين د تاويزم  ټولنه ، د چين  اسلامی ټولنه، د چين د  کاتوليک  وطن پرسته ټولنه، د چين د  کاتوليک د  اسقفانو  ډله ،  د چين د  مسيحيت  د  وطن پرست نهضت  کميټه او د چين د  مسيحيت  ټولنه ٠  بيلا بيلې مذهبی ټولنې  د خپل منشور له مخی  مشران  او لارښوونکی ارګان  انتخابوی،  په خپلواکه توګه  د مذهبی چارو اداره کوی او د  خپلې اړتيا  له مخی مذهبی ښوونځی جوړوی، مذهبی شرعيات چاپوی او صادروی ، مذهبی مجله  چاپوی او  ټولنيزې  عام المنفعه چارې  اجرا کوی٠