د چين  عمده مذهبونه

中国国际广播电台

     
بوديزم
 

  بوديزم   تقريبأ  له ميلادی لومړی پيړۍ  نه مخکښی يا  وروسته چين ته  داخل شو او  له  څلورمې پيړۍ نه وروسته  په پراخه توګه خپور شوی او  په ګام په ګام  د چين  لومړی  لوی دين  ګرځيدلی دی٠  د چين  بوديزم  د  بودايانو د  ژبو له لحاظه  په درو سيستمونو ويشل کيږی يعنی  د  ٌ هان ٌ  قو د  ژبې  د سيستم  بوديزم ،  د تبتی ژبې د سيستم  بوديزم او د  بالی ژبې د سيستم  بوديزم يعنی جنوبی بوديزم ٠ د دغو ورو سيستمونو  مسلکی بودايان  دوه لکو تنو  ته  رسيږی٠  اوس  په چين کښی څه دپاسه  هغه بودايی معبدونه شته چه  متدينانو ته  خلاصيږی ،  دری ديرش  بودايی پوهنځې او ښوونځی  موجود دی او د  بوديزم په باب  کتابونه ، ورځپاڼې، مجلې او  نور چاپ شوی اثار يی پنځوسو ډولو ته رسيږی٠

     د تبتی ژبې د سيستم  بوديزم يعنی  تبتی بوديزم  د  چين  د بوديزم  يوه څانګه ده او  په  عمده توګه  د تبت  او داخلی مغولستان  په خودمختارو سيمو او د  چينګهای په ولايت کښی  سرايت  لری٠ د چين  د تبت ، منګوليا ،  يوګور، موينبا، لهوبا او تو قومونو څه نا څه  اووه مليونه خلک  پر تبتی بوديزم  باندی عقيده لری٠جنوبی بوديزم  د جنوب لويديځ چين د  يون نان  ولايتونو په ځينو سيمو کی سرايت لری او د ٌ دایٌ ، ٌبولانګ ٌ ، ٌ اچانګ ٌ   او  ٌ وا  ٌ  قومونو اکثر خلک  پر جنوبی بوديزم باندی عقيده لری چه متدينان يی  څه دپاسه  يو مليون  تنه دی ٠  د  ٌ هان ٌ  قوم  د ژبې  د  سيستم  بوديزم  اکثر متدينان د  چين د  لومړی لوی قوم  ٌ  هان ٌ  خلک  دی او د چين په  بيلا بيلو ځايونو کښی ژوند کوی٠

 

 (  عکس :  د چين د  جه جيانګ ولايت  مشور معبد- د نين بو  ښار  ٌ  د نين شی معبد ٌ )


تاويزم
 

تاويزم د چين  ځانګړی  دين  دی او  په ميلادی دوهمه پيړۍ کښی رامنځ ته شو چه  تر اوسه پوری د څه دپاسه  يو زرو اته سوو کلونو تاريخ  لری٠ تاويزم  د چين له لرغونې زمانې څخه  د طبيعت  او  اسلافو  پرستيش په ميراث اخيستی دی چه  په تاريځ کښی  زياتې  مذهبی  ډلې  موجودې وې  او  وروسته  ګام په ګام   په  دوو لويو ډلو  بدل شويدی٠ تاويزم  د ٌ هان  ٌ  قوم  پر خلکو باندی  پراخه  اغيزه  لری٠  څرنګه چه تاويزم  د  متدينانو د منلو په باب  ټاکلی مراسم  او  مقررات  نه لری، نو  د متدينانو د شمير په باب  احصائی  يی  نشته ٠ اوس  په چين کښی    څه دپاسه  يو زرو پنځه سوه

تاويستی معبدونه  موجود دی  او په هغو کښی  څه دپاسه  پنځه ويشت زره تنه     مسلکی تاويستی راهبان او راهبانې   شته ٠


د  اسلام  مبارک  دين
 

د  اسلام مبارک دين  په ميلادی اوومه  پيړۍ کښی  چين ته  داخل شو٠ د چين  د  ٌ  هوۍ ٌ ، ٌ  ويغورٌ ،  ٌ تاتار ٌ ، ٌ قرغز ٌ ،  ٌ قزاق ٌ ، ٌ تاجيک ٌ ،  ٌ  ازبک ٌ ،  ٌ  دونګ سيانګ ٌ ، ٌ  سالار ٌ  او ٌ باو ان ٌ  لسو قومونو  څه نا څه  شل زره  هيوادوال  پر دی مبارک  دين  باندی عقيده لری٠ د چين مسلمانان  اکثرأ  د  شينجيانګ  د ويغوری قوم  په خودمختاره سيمه،  د  نين سيا د   هوۍ قوم  په خودمختاره سيمه  او د  ګان سو، چينګهای او  يون نان  په ولايتونو  کښی ژوند کوی او  په نورو ولايتونو او  ښارونو کښی  هم  يو شمير مسلمانان  اوسيږی٠  اوس په چين کښی څه دپاسه  ديرش زره جوماتونه  او  څه نا څه  څلويښت  زره تنه  امامان  شته٠

 

 

کاتوليک
 

کاتوليک  له  ميلادی اوومې پيړۍ څخه څو څو ځله  چين ته  داخل شو او  په  ١٨٤٠ کال کښی د ترياکو له جګړې  نه  وروسته  په  لويې پيمانې سره  چين ته خپور شو ٠ اوس  په چين کښی د کاتوليک د ټولنې څه دپاسه  مذهبې سيمې او څه نا څه  پنځه مليونه  تنه  کاتوليکان ،  څه نا څه  پنځه زره  کاليساوې  او  دوولس کاتوليکی پوهنځی شته ٠  له  وروستيو شلو کالو راهيسی، د چين   کاتوليکی ټولنې څه دپاسه  يو زرو پنځه سوه تنه  ځوان  کاتوليکی راهبان  روزلی دی چه  له دوی څخه  څه دپاسه سل تنه  د زده کړې او مطالعې دپاره  خارجی هيوادونو ته  سپارل شويدی٠  دغه راز    د چين   کاتوليکی ټولنې څه دپاسه  دری زره تنه ځوانې  راهبانې هم روزلې او  څه دپاسه  دری مليونه  ټوکونه << تورات وانجيل >> چاپ کړيدی٠    

 

 ( عکس : د  بيجينګ  د وانګ فو جن  په واټ  کښی  يو کاتوليکی کاليسا)

                                                                                                  مسيحيت
 

مسيحيت  د  نولسمې  پيړۍ په پيل کښی چين ته  داخل شو او د  ترياکو له جګړې  نه وروسته  په لويې پيمانې سره  چين ته  خپور شو ٠  په ١٩٥٠ کال کښی  د چين مسيحيت  په  وطن پرست نهضت  لاس پوری کړ او  د  مسيحيت  حلقې  ته  يی بلنه ورکړه چه  د  امپرياليزم  اغيزه  له منځه يوسی او د وطن پرستۍ روحيه  وروزی ٠ اوس  په چين کښی  څه دپاسه  لس مليونه تنه مسيحيان ،  څه نا څه  اتلس زره تنه  مسيحی کارکوونکی او څه دپاسه دوولس کاليساوې  او  د  مسيحيانو د راغونډيدو دپاره  څه دپاسه  پنځه ويشت زره   ځايونه شته ٠