د چين مذهبی پاليسی

中国国际广播电台

      

     په ١٩٤٩ کال کښی د چين د ولسی جمهويت  له جوړيدو نه وروسته  د چين حکومت  د  مذهبی عقيدې د ازادۍ  په باب پاليسی جوړه  او تطبيق کړې او د سياسی او مذهبی  چارو  ترمنځ  هغه  روابط  يی قايم کړيدی کوم  چه  د چين له دولتی حالاتو سره سمون خوری ٠  د چين اتباع  کولای شی چه په ازاده توګه  خپله  مذهبی عقيده وټاکی او خپل مذهبی  حيثيت  څرګند کړی٠  په چين کښی بيلا بيل مذهبونه  سره مساوی دی، په روغه  توګه  ګډ ژوند کوی او  هيڅکله  مذهبی  شخړې او کشالې  ندی پيښې شوې ؛ دغه راز  مذهبی عقيده لرونکی او  مذهبی عقيده  نه لرونکی اتباع  هم  يو د بل  درناوی کوی او  يو له بل سره  يووالی او دوستی  ساتی ٠

       د چين د ولسی جمهوريت په اساسی قانون کښی دا ټاکل شوې چه  ٌ د چين د ولسی جمهوريت  اتباع  پر مذهب باندی د عقيدې  ازادی لریٌ ٠  ٌ هيڅ  دولتی ارګان، ټولنيزې  ټولنې او شخصيت ته  اجازه  نشته چه  په زور سره اتباع   پر مذهب باندی   عقيده کولو  يا  عقيده نه کولو ته  اړ کړی  او  پر  مذهبی عقيده  لرونکو او  نه لرونکو اتباعو باندی تبعيض و کړی٠ٌ  ٌ دولت د عادی مذهبی فعاليتونو حمايت  کوی٠ٌ  په عين وخت کښی  د چين په اساسی قانون کښی هم  دا ټاکل شوی چه  ٌ هيچا ته  اجازه نشته  چه  د  مذهب په وسيله د ټولنيز نظام د خرابولو، د اتباعو روغتيا ته د تاوان د رسولو  او د  دولت  تعليمی نظام  ته  د زيان  د رسولو په غرض  فعاليتونه  وکړی٠ ٌ  ٌ د چين مذهبی ټولنې او مذهبی چارې  د  خارجی قوتونو له  کنټرول څخه  مصئون  دی٠ ٌ

        د چين  د  قومی  سيمه ايز خودمختاريت  په باب  د قانون ،  د  مدنی قانون د عمومی اصولو ، تعليمی قانون ،  د کار په باب د قانون،  د  اجباری تعليماتو په باب  د قانون ، د ولسی کانګرسونو د انتخاباتو  په باب د قانون ، د کليوالو د کميټې د تشکيلاتی قانون او د اعلان په باب د قانون  په  شمول  يو لړ  قوانينو کښی  هم  دا ټاکل شوی چه  ټول اتباع  چه  که  کومه مذهبی عقيده  ولری  يا  و نه لری ،  د انتخابولو  او  انتخابيدو   حقوق   لری؛ د مذهبی ټولنو  قانونی مالونه او جائدادونه د  قوانينو لخوا ساتل کيږی؛  تعليمات  له مذهبونو څخه  جلا کيږی او اتباع  چه  که کومه  مذهبی عقيده  ولری يا  و نه لری،  د قوانينو له مخی  د  تعليماتو د اخيستلو  له  مساوی فرصت  څخه  برخوردار دی ؛ د بيلا بيلو قومونو  خلک بايد  يو د بل  د  ژبې ، ليک دود، دودونو او  مذهبی عقيدې  احترام وکړی؛  اتباع  بايد په کار کښی د  ګډون  په برخه  کښی  د  مذهبی عقيدې  د توپير په اثر  له تبعيض سره مخامخ  نشی او په  اعلانونو او  مارکو کښی بايد د قومونو او مذهبونو د تبعيض په باب  محتويات  شامل نشی ٠

      په  ١٩٩٤ کال کښی  د چين حکومت   د  مذهبی فعاليتونو د ځايونو د قانونی حقوقو او ګټو د ساتلو دپاره د  مذهبی فعاليتونو د ځايونو  د اداره کولو په باب مقررات  صادر کړ ٠ د همدی کال په  فبرورۍ  کښی  د چين حکومت   د چين د ولسی جمهوريت  په خاوره کښ د خارجيانو د  مذهبی فعاليتونو  د اداره کولو په باب  مقررات  هم  صادر کړ  او  په هغه کښی  دا ټاکل شوی چه  د چين  په خاوره کښی  د خارجيانو  د مذهبی عقيدې  د ازادۍ  احترام  کيږی او د چين له مذهبی حلقې سره د  خارجيانو   مذهبی تګ راتګ  او  مذهبی کلتوری او علمی تبادلې حمايت  کيږی ٠

      د چين  په مربوطو قوانينو کښی  هم  دا ټاکل شوی چه د مسلکی مذهبی کارکوونکو  عادی مذهبی دندې او فعاليتونه او د  مذهبی فعاليتونو په ځايونو او د متدينانو په کورونو کښی  ټول  عادی مذهبی فعاليتونه مثلأ  لمونځ ،  د قران کريم تلاوت ، د روژې نيونه ، د مذهبی اخترونو نمانځنه او داسی نور  د  مذهبی سازمانونواو  متدينانو لخوا  پخپله  اجرا کيږی  او  د  قوانينو  لخوا  ساتل کيږی  چه  هيچا ته  په  دغو مذهبی فعاليتونو کښی  د  لاس وهنې  اجازه  نشته٠

       د  نړۍ د نورو زياتو هيوادونو  په شان   په چين کښی  د  مذهبونو او  تعليماتو د جلا کيدو  په باب اصول  عملی کيږی او په ملی تعليمی چارو کښی زده کوونکو ته  مذهبی تربيه او تعليم نه ورکوی ٠  د ځينو  پوهنتونو، پوهنځيو  او څيړونکو سازمانونو لخوا  د مذهبی پوهې  په باب  درس ورکولو او  څيړلو لاس پوری کيږی ٠ په هغو مذهبی ښوونځيو کښی  چه  د  مذهبی سازمانونو لخوا جوړ شوی  ، د  بيلا بيلو مذهبونو د اړتياوو له مخی   مذهبی مسلکی تعليمات  ترتيبيږی ٠

      د  تاريخی انکشاف  په  اوږده موده کښی د چين  يلا بيل  مذهبی کلتورونه  د چين د  عنعنوی  افکارو او کلتورونو يوه برخه  ګرځيدلی ده او بيلا بيل مذهبونه ټول هيله لری چه  د ټولنې دپاره خدمتونه ترسره کړی او  خلکو ته  نيکمرغی ورسوی٠