له  خارجی هيوادونو سره د چين د مذهبی حلقې تماسونه او تګ راتګ

中国国际广播电台
 

بوديزم ، د اسلام مبارک دين ، کاتوليک او مسيحيت  د خارجيانو لخوا  چين ته  خپاره شويدی ،  دغه مذهبونه  ټول  نړيوال  دينونه دی ،  په  بين المللی صحنه کښی مهم مقام لری او  په زياتو هيوادونو او سيمو  کښی  ډير زيات  پيرويان  لری٠ ځينی مذهبونه  په  يو شمير هيوادونو کښی دولتی مذهب  ګڼل کيږی٠

      د چين د ولسی جمهوريت  له جوړيدو نه وروسته   له خارج سره د  مذهبی حلقې  تماسونه او تګ راتګ  په پر له پسی توګه  انکشاف مومی٠  د چين  بيلا بيل مذهبونه د  خارجی هيوادونو له  مربوطو مذهبونو سره  پراخ  تماسونه او تګ راتګ ساتی ٠  مثلأ  د چين د  بوديزم  حلقه کله کله  له  تائيلنډ،  د کوريا د جمهويت ، جاپان ، ميانمر ، سريلانکې ، ويتنام  او نورو  شاوخوا  هيوادونو سره  ولسی مذهبی  تګ راتګ  کوی٠ له  وروستيو څو کالو راهيسی  د بودايی عاښونو خاکستر په  تائيلنډ ، ميانمر او  سريلانکه کښی تر قربانی لاندی راوستل شو او  د  تائيلنډ  مذهبی حلقې د چين د تبت  د  مذهبی حلقې سره  د  بودايی پوهې د منظيمې تبادلې    ميکانيزم  هم  جوړ کړيدی٠

      برسيره پر دی  د  لويديځې اروپا او شمالی امريکا  د ځينو هيوادونو په بلنه  د چين    بيلا بيلې  مذهبی ټولنې  هم  څو څو ځله  د هئيتونو په  ليږلو سره  هغو هيوادونو ته  مسافرت  کړی  چه   په نتيجه کښی  يی  د محلی مذهبونو  په باب معلومات  اخيستی  او  د دغو  هيوادونو  خلک  يی د  چين پر مذهبی چارو باندی  پوه کړيدی ٠   

  ( عکس :  د  بودايی ګوتو خاکستر د چين په هانکانګ کښی د قربانی  په حال کښی د ی)