امپراطوري ماڼۍ او قشرونه

中国国际广播电台

      
  

 امپراطوري ماڼۍ په فيوډالي زمانه کي د چين د امپراطورانو لخوا د خپل تسلط د پياوړتيا ، د امپراطوري قدرت  د څرګندونې او د خپل معنوي او مادي ژوند د بشپړتيا دپاره جوړي شوي لويې ودانۍ دي چه دغه ودانۍ ډيرې ښکلي ، عظمتې دي .


د چين د لومړي امپراطوري سلسلې نه ماڼۍ د امپراطورانو او ددوي د اولادونو د اوسيدو ځاي و او د امپراطورانو د هيواد د چارو د اداره کولو ځاي هم و . د زمانې په تيريدو سره دغه ماڼۍ پراخې او لويې شوي چه خصوصيات يي دا دی چه ګنبد يي ډير لوي او بام يي په لعاب دارو أجرونه پوښل شويدي . دننه په ماڼۍ کي په ديوالونو باندي رنګين تصويرونه کښل شوي او د ودانۍ بنسټ ، ستونونه او موانع  يي په مرمري ډبرو حکاکي شويدي چه د بيجينګ په امپراطوري ماڼۍ کي د تاي هه ماڼۍ ښه نمونه ده .



 د بيجينګ امپراطوري ماڼۍ د چين د امپراطوري ساختمان  ښکارندوي دی ، امپراطوري ماڼۍ هم ممنوع ښار ته هم ويل کيږي چه د چين د مين او چينګ دوو امپراطوري سلسلو ماڼۍ وې او په وار سره څليرويشت امپراطورانو پکي ژوند وکړ . امپراطوري ماڼۍ اوه لکه شل زره مربع متره مساحت لري او له نهو زرو ماڼيو او کوټو څخه عبارت دي . د امپراطوري ماڼۍ په شاوخوا کي د څو مترو په جګوالي سره ديوالونه دي چه عمومي اوږدوالي يي درې زره څلور سوه متره دي او د ديوالونو په بهر کي خندقونه دي  . امپراطوري ماڼۍ د  لوي مساحت ، ځانګړي ساختماني سبک او په ماڼيو کي د ايښودل شويو ښکلي سامانونو له نظره د  نړۍ  د نورو هيوادونو له شاهي ودانيو څخه برجسته او کم ليدل کيږي .

  امپراطوري ماڼۍ په دوو برخو ويشل کيږي چه مخکيني برخه يي د لويو مراسمو د پرځاي کيدو او د امر د صادرولو ځاي و چه عمده ودانۍ يي د تاي هه ،جونګ هه او باو هه ماڼۍ دي ، د امپراطوري ماڼۍ تر شا برخه  کورني ماڼۍ ته ويل کيږي چه د امپراطور او دده د کورنيو غړو د اوسيدو ځاي  او د امپراطور دفتر و  چه عمده ودانۍ يي د چيان چين او کون چين ماڼۍ او امپراطوري باغ دي  چه پکي بڼونه ، د مطالعي کوټې ، طاقونه او انګړونه ليدل کيږي

  د سلسلو د تبديلولو او جګړو له امله په چين کي پاتي شوي امپراطوري ماڼۍ زياتې نه دي او پرته د بيجينګ د امپراطوري ماڼۍ نه د شمال ختيځ چين د شن يانګ په ښار کي امپراطوري ماڼۍ او دشمال لويديځ چين د سي ان په ښار کي د  هان  او تان د سلسلو لخوا پاتي شوي ماڼۍ موجودي دي .