د معبدونو ودانۍ

中国国际广播电台

 

په چين کي بوديزم د هندڅخه راغې او  معبدد چين د بودايي ودانيو څخه عبارت دی او د چين د فيوډالي ټولنې د کلتوري او مذهبي امدن او سقوط څرګندوي دي او ډير مهم تاريخي  او هنري ارزښت لري .

په لرغوني زمانه کي په چين کي  د معبد  لويه دروازه  عمومأ جنوب ته خلاصيږي او د لويې دروازې په کيڼ او ښي خوا کي په جلا جلا توګه د زنګ او ډول برج  ليدل کيږي او په شا کي هغه لوي تالار چه د سيکاميوني مجسمه پکي درول شويده ،  د مذهبي کتابونو د ساتلو ، د بودايانو د اوسيدو کوټې هم پرتې دي . د سوي او تانګ سلسلې  نه مخکي د معبد په وړاندي يا  په  انګړ کي څلی جوړ شوي وو او د سوي او تانګ د سلسلې نه وروسته د بوډاګانو ودانۍ د بوډايي څليو په ځاي کي دی او په معبد کي د څليو ځاي هم شته  چه دا د ښکلا د پيژندنې په هکله د چينايانو  د  نظريو نښه ده . برسيره پردې په چين کي هغه زيات معبدونه هم ليدل کيږي چه انګړ يي د باغ په شان دی 

                              د لو يانګ د باي مه معبد

دغه معبد د مرکزي چين د هه نان ولايت د لو يانګ په ښار کي دی او داسي لومړني مبعد دی چه د چين د رسمي مقاماتو لخوا جوړ شو . معبد مستطيل شکل او څلويښت زره مربع متره مساحت لري . ددي معبد په جوړيدو سره په چين او خيتځه او جنوب ختيځه اسيا کي د بوديزم  ترقي چټکه شوي ، نو د باي مه معبد لا تر اوسه پوري د زياتو هيوادو د بودايي پيروانو د عبادت مقدس ځاي ګڼل کيږي

 

د وو تاي  په غرني سيمه کي معبدونه

د وو تاي غره د شمال لويديځ چين د شان شي په ولايت کي د بوديزم  يو مشهور مقدس ځاي دی او په دي غرني سيمه کي اته پنځوس لرغوني مبعدونه شته چه  دوه معبد د نورو نه شهرت لري چه پنځلس سوه کاله دمخه د تان په سلسله کي جوړ شوي وو .

د هن شا ځوړند معبد

د ياد وړ خبره دا ده چه د شمال لويديځ چين د شان شي په ولايت کي د هن شان غره په لمن او د درې دپاسه  يو ځوړند معبد پروت دی ،دغه معبد چه د هون يون ولسوالۍ له مرکز څخه په درې نيمو کيلو مترۍ کي واقع  دی  او په چين کي يوازني  معبد دی چه يو زرو پنځه سوه کاله دمخه  د  لرګيو په واسطه جوړ شو او ورپسي د تانګ ، جين ، مين او چينګ  په هره سلسله کي ترميم شو. نوموړي معبد د هن شان په غره کي چه د چين  د شمالي مشهور غر په توګه ډير شهرت لري ،  لومړني ښکلي او عظيمه ودانۍ بلل کيږي

د بودالا ماڼۍ

 د لاما دين د چين د بوديزم  يوه ډله ده او د لاما دين معبد دا خصوصيت لري چه د بودا  تالار ډير لوي دی او عموما د غره په لمن کي جوړيږي چه په تبت کي د بودالا ماڼۍ د لاما دين د ساختماني شکل او سبک يوه نمونه ده . د بودالا ماڼۍ پنځلس سوه کاله دمخه جوړه شوه او ساختماني مساحت يي شل زره مربع متره دی او پکي له شلو نه زياتې تالارونه شته او په لومړي لوي تالار کي د  سيکاميوني هغه طلايي مجسمه ولاړه ده چه ونه يي د دوولس کلن سيکاميوني سره برابره ده  .د بودارا ماڼۍ د چين د تان په سلسله کي نمونوي ساختماني سبک لري او د نيپال او هند له ساختماني هنر څخه يي هم ګټې اخيستي دي . برسيره پردي  بيجينګ ته نژدي د چن ده په ښار کي د اته معبدونه او په بيجينګ کي د يون هه معبد هم د لاما دين مشهور معبدونه دي .

  

   برسيره پردې  د چن ده په ښار کي اته معبدونه  او د بيجينګ په ښار کي د يون هه معبد هم د لاما دين  مشهور مبعدونه دي او ودانۍ يي ډيرې ښکلي او عظيمې دي .