د چين د وګړو کورونه

中国国际广播电台

     

 څرنګه چه د چين په بيلا بيلو ځايونو کي طبيعي چاپيريال او انساني وضيعت بيل دي ،نو د وګړو کورونه هم بيلا بيل شکلونه او سبکونه لري . د چين د هان قوم  په اوسيدونکي سيمو کي چه دغه قوم د چين عمده قوم دي او نفوس يي د چين د عمومي نفوسو نه په سلو کي نوي برخه نيسي ، د وګړو کورونه عمومأ دا ساختماني سبک لري چه وداني يي تقارن دی او په منځ کي يو انګړ شته . د بيجينګ د وګړو کورونه ډير نمونوي دي چه سي هه يوان نوميږي او معني يي دا ده چه  په منځ کي يو انګړ شته او د انګړ په څلورو خواوو کي کوټې دي . په هغه کوټه کي چه مخ يي جنوب ته نيسي ، د مراسمو د پرځاي کولو او د محترمو ميلمنو د پذيرايي ځاي دی او د ټولو کوټو دروازې انګړ ته نيسي ، که څه هم سي هه يوان د اوسيدونکي ساختمان په لحاظه د چين د فيوډالي ټولنې د پلرني سيستم مشخص مظهر دی ، خو انګړ يي مربع شکل لري او په کي ونې او ګلان پراته دي چه د خلکو د اوسيدو دپاره ډير مناسب او مساعد دی چه دغه ډول کورونه  په شمالي او شمال ختيځ چين کي معمولي دي .

 

کوچني خانې  او  د  کلا په شکل کورونه   

  

   په جنوبي چين کي زياتره کورونه دوه يا دري پوړيزې ودانۍ دي چه په منځ کي يو کوچني انګړ هم ليدل کيږي او دغه ډول ودانی بالکل مربع شکل لري

     په جنوب ختيځ چين او جنوبي چين کي د که جيا وګړي د کلا په شان  په  لويو کورونو کي اوسيږي چه دغه ودانۍ څلور يا پنځه پوړيزې دي ، ځيني يي مربع او ځيني يي دايروي او ځيني نور يي بيضوي  شکل لري  او په منځ کي هم يو لوي انګړ شته  چه دغه ډول ودانۍ تر اوسه پوري اته زره پاتي دي او پکي څو سوه  تنه يو ځاي اوسيږي . داسي لويه ودانۍ ډيره محکومه ده ځکه چه د کلا په شان ده او د وسله والو بدو کسانو او غلو ښه دفاع کولي شي ځکه چه که لويه دروازه وتړل شي ، نو هيڅوک نشي ننوتلي ، که د څو مياشتو دپاره تر محاصرې لاندي وي ، هم پروا نه لري ولي چه د غله جاتو ګدامونه او د اوبو څاګانې پکي شته .

  

      
د ملي اقليتونو د خلکو کورونه  

 

د چين د ملي اقليتونو په اوسيدونکو سيمو کي د خلکو کورونه هم بيلابيل ساختماني سبکونه لري . مثلا په شمال لويديځ چين کي د شينجانګ د ويغوري قوم  د خلکو کورونه عموما داسي دي چه بام يي مستطح  دي او ديوالونه يي په خټو جوړيږي او انګړ هم پکي شته . د تبتيانو کورونه هم د قلعې په شان دي او بهرني ديوالونه يي په ډبرو جوړيږي او داخلي ساختمان په لرګيو جوړيږي . د مغوليانو کورونه عمومأ کيږدۍ  دي  . په جنوب لويديځ چين کي د ملي اقليتونو خلک په لرګيو يا بانسو خپل دوه يوړيزکورونه جوړوي چه د کور په دباندي  د اوسيدو ځاي او لاندني يي بيخي خالي دي .



په شمالي چين کي د غارونو کورونه او لرغوني ښارونه  

   

چين پراخ مساحت او زيات قومونه لري ، نو د بيلا بيلو ځايونو د خلکو کورونه د ساختماني سبک ، جوړښت او تزيين  له لحاظه بيلا بيل دي .دلته په عمده توګه د شمالي چين د غارونو کورونه او په لرغوني ښارونو کي د وګړو کورونه تاسو ته معرفي کوو .

  په شمالي چين کي د ژيړ سيند په منځني او پاسني برخه کي يعني د شان سي ، ګان سو، هه نان او شان شي په ولايتونو کي  چه د رسوب لخوا په جوړه شوې لوړه کي واقع  دي ، د غارونو په شکل کورونه ډير ليدل کيږي او د همدغو ځايونو خلک د غره په لمن غارونه کيندي چه دغه غارونه د اور او ذوق  دفاع کولي شي او په ژمي کي دننه په غارونو کي د حرارت درجه لوړه ، خو په دوبي کي يي معتدله وي .

 برسيره پردي په چين کي زيات شمير لرغوني ښارونه ښه ساتل شويدي چه په دغو لرغوني ښارونو کي د وګړو لرغوني کورونه هم پيدا کيږي د مثال په توګه د شان شي ولايت د پين ياو  او د جنوبي چين د يون نان ولايت د لي جيانګ لرغوني ښارونه په نولس سوه اته نويم کال کي د نړيوالو ميراثونو  په ليست کي شامل شويدي .

  

 

 د پين ياو قديمي ښار د نورو داسي ښارونو په نسبت په ښه او بشپړ توګه ساتل شويدی چه ودانۍ يي د چين د مين او چينګ په دوو امپراطوري سلسلو کي يعني ځيني يي شپږ سوه کاله دمخه او ځيني يي دوه درې سوه کاله دمخه جوړې شويدي چه دا ښار د مرکزي چين د هان قوم  په اوسيدونکو سيمو کي نمونوي ښار دی او تر اوسه پوري د ښار ديوالونه ، واټونه ، ولسي کورونه ، مغازې ، معبدونه او نورې ودانۍ اساسأ په ښه توګه ساتل شوي او ساختماني سبک او شکل  يي بالکل ندي بدل شوی . پين ياو د چين د سياسي ، اقتصادی ، کلتوري ، نظامي ، ساختماني او هنري پرمختګونو د څيړنې دپاره يوه ژوندي نمونه بلل کيږي .

  د لي جيانګ لرغوني ښار د جنوبي سون  په سلسله کي يعني  تقريبا اته سوه کاله دمخه جوړ شوی او داسي يوازني ښار دی چه ودانۍ يي د نا سي قوم د عنعنوي خصوصيت او د  بهرنيو قومونو د ساختماني سبک  او شکل  ترمنځ  ثمره ګڼل کيږي . څرنګه چه  د لي  جيانګ لرغوني ښار د مرکزي چين د ساختماني سبک تر اغيزې لاندي نه و ،  نو د  ښار ديوال  نه شته او په ښار کي واټونه هم منظم نه دي  او په ښار کي د ويالو او کوچنيو رودونو شبکه تر سترګو کيږي .

 

د لي جيانګ لرغوني ښار