中国国际广播电台
ساختمان د منجمد شوې موسيقي
په نامه شهرت لري او د بشري
تمدن څخه يوه مهمه برخه ګڼل
کيږي .د چين لرغوني ساختماني
سبک په عمده توګه د لرګيني
ودانۍ دی چه د چين د لومړني
لوي قوم د هان قوم لخوا جوړ
شوی دی ، دغه راز د چين د بيلا
بيلو ملي اقليتونو غوره
ساختماني سبکونه هم پکي شامل دي
. دغه ساختماني سبکونه د چين
دعنعنوي کلتور په ځمکو کي وده ،
پرمختګ او پاخه شوي او د قبل
ميلاد د دوهمې پيړۍ نه نيولې د
نولسمې پيړۍ تر نيمايي پوري په
مستقيل او تړل شوي سيستم بدل
شويدی ، نو د زيبايي شناسي له
لحاظه ډير عالي ارزښت او هنري
سويه لری او ژورې انساني ضمني
معنې ګانې پکي ذخيرې شويدي .
د چين لرغوني ساختماني هنر په نړۍ کې داسي هنري سيستم دی چه د
ادامې موده يي ډيره اوږده ، د
خوري وري ساحې يي ډيرې پراخې دي
او سبک يي ډير څرګند دی او د
جاپان ، کوريا او ويتنام په
لرغوني ساختمانې سبکونو باندي يي
مستقيمه اغيزه اچولي او د
اوولسمې پيړۍ نه وروسته يي په
اروپايي ساختماني سبکونو باندي
هم اغيزه اچولي وه .
چين داسي هيواد دی چه ساحې يي
ډيرې پراخې او قومونه يي ډير زيات
دي ، نو په لرغونې زمانه کې
چينايانو د بيلابيلو طبيعې
اوجغرافيايي زمينو سره سم داسي
ودانۍ جوړي کړيدي چه ساختمان او
هنري سبکونه يي بيلا بيل وو .
مثلا د شمالي چين د ژيړ سيند په
حوضه کې د يخنۍ ، باد او واورو
په ضدد لرګيو او خاورو په واسطه
کورونه جوړيدل ، خو په جنوبي چين
کي د کورونو د جوړولو دپاره د
لرګيو او خاورو نه پرته بانسونه
هم استعماليدل او په ځينو
ځايونو کي د هوا د تهويې او د
رطوبت د مخنيوي دپاره د کورونو په
لاندنيو برخو کې د کټارو په شکل
خالي کوټې جوړيدلې ، برسيره پردې
په غرنيو سيمو کي خلکو د ډبرو په
واسطه کورونه جوړول او په ځنګلونو
کې يي د څاه په شکل ودانۍ جوړولې
.
د چين د لرغوني ساختمان انکشافي
بهير په جلا جلا توګه د درو ځلو
دپاره يعني د چينګ او هان ، سوي
او تان ، مين او چينګ په سلسلو کي
اوج ته رسيدلی و چه په همدغو
درو مرحلو کې يو ګډ خصوصيت دا و
چه ډيرې زياتې لويي ودانۍ لکه
ماڼۍ ، مقبرې ، پايتختونه ،
دفاعي استحکامات او د اوبو لګولو
پروژې جوړې شوي وې او له ساختماني
شکلونو او موادو لحاظه ډيرې اغيزه
منې دي ، مثلا د چينګ يعني د چين
په لومړنې فيوډالي سلسله کي ددې
سلسلي د لومړنې امپراطور مقبره او
لوي ديوال ، د سوي په سلسله کي د
جاو جو پل ، د مين او چينګ په
سلسلو کې امپراطوري ماڼۍ او داسي
نورې ودانۍ نړيوالو ته د چين د
لرغوني ساختماني هنر ځانګړی زړه
وړونکی قوت څرګندوي .
مګر د زياتو کلونو د باد او
باران د ويجاړيدو او د جګړو د اور
د سوزيدو په اثر يو شمير لرغوني
ودانۍ په چين کې له منځه تللي او
هغې لرغونې ودانۍ چه مونږ ليدلی
شو ، زياتره د اومې لسيزي راهيسي
جوړي شويدي .
|