د  تانګ په سلسله کي ودانۍ

中国国际广播电台

      

د تانګ سلسله (شپږ سوه اتلسمنه سوه اوم کال ) د چين په فيوډالي ټولنه کې د اقتصادي او کلتوري انکشافاتو اوج  و او ساختماني تخنيک او هنر يي هم ډيره ترقي موندلې وه چه په دي دوره کي  ساختماني خصوصيات دا وو چه ودانۍ يي ډيرې عظيمې او شاندارې وې . په همدي موده کې د چين د ساختماني ودانيو مکمل طرح  بشپړ شو ، د مثال په توګه د تانګ  په مرکز چان ان ښار او  په ختيځ  مرکز لوو يانګ ښار کي ډيرې لويي ماڼۍ ، بڼونه او حکومتي ودانۍ جوړي شوي او ترتيبات يي هم معقول او معياري و . چان ان ښار په هغه وخت کي د نړۍ لومړي لوي ښار و چه برنامه يي هم د چين د  نورو لرغوني يايتختونو څخه ډيره بشپړه وه ، د چان ان په ښار کي د دا مين امپراطوري ماڼۍ ډيره باعظمته ده چه ددې امپراطوري ماڼيو د کنډوالو ساحه د بيجينګ د امپراطوري ماڼۍ د عمومي مساحت نه څه نا څه دري چنده لوي وو .

د تانګ په سلسله کي لرګينې ودانۍ د هنري او ساختماني وحدت نمونه ده چه د ستنو ، تيرونو او طاقونوپه شمول  ساختماني ترکيبات د مکانيک او جمال د علومو د بشپړ پيوستون مظهر دي . د شمال لويديځ  چين د شان سي ولايت د وو تاي په غره کي د فو ګوان معبد عمده تالار د تان سلسلي د ساختماني سبک د خصوصياتو څرګندونه ګڼل کيږي .برسيره پردې د تان په سلسله کي د خښتو او ډبرو په واسطه جوړې شوي ودانۍ هم ډيرې ښکلې دي چه په هغه وخت کي بودايي څلي عمومأ د خښتو او ډبرو لخوا جوړ شوي و لکه په ننني سي ان ښار کي  لوي او کوچني بودايي څلي او د جنوبي چين د يون نان ولايت په دا لي ښار کي د چيان شيون څلی .


                                 تصوير :د شان شی ولايت ودانی