د مينګ په سلسله کي ودانۍ

中国国际广播电台

     

د مينګ سلسله  له ديارلس سوه اته شپيتم کال نه نيولې تر شپاړس سوه څلور څلويښتمه کاله پورې  د چين د فيوډالي ټولنې وروستي موده  وه او په دې موده کې ساختماني شکل د سونګ د سلسلې سره څرګند توپير نه درلود ، خو جوړې شوي ودانۍ يي ډيرې لويې او عظيمې وې .په همدغه موده کې  ښاري طرحه او شاهي ماڼۍ لا تر اوسه پوري ښې ساتلې شويدي . پايتخت بيجينګ او لرغوني ښار نانجينګ په همدي سلسله کي جوړ شوي دي  چه پايتخت بيجينګ  د بهرني ، داخلي او امپراطوري ښارونو څخه عبارت دی .

د مينګ په سلسله کي د دفاعي ديوالونو د جوړولو او ترميمولو دپاره ډير قوتونه اچول شويدي چه دغه لوي ديوالونه د اوو لويو نړيوالو ودانيو څخه شميرل کيږي او د لويو ديوالونو په مهمو برخو کې ديوالونه او برجونه د خښتو څخه جوړ شوي او ساختماني سويه يي ډيره لوړه ده . د مينګ لوي ديوالونه د هيواد د ختيځې برخې يعني   د يا لو جيانګ سيند څخه نيولې تر لويديځه برخه يعني د ګان سو ولايت د جيا يو تر درې پوري غزيدلي دي چه عمومي اوږدوالی يي پځه زره شپږ سوه شپيته کيلومتره دي  او د شان هاي او جيا يو په درو کې جګې ودانۍ د چين د ساختماني هنر ځانګړي نمونې دې ، د بيجينګ د با دا لين او سي ما تاي په نامه لوي ديوالونه چه په جګو غرونو کي د مارپيچ په ډول غزيدلي دي ،ډير لوړ هنري ارزښت لري .

                                                  تصوير : لوی ديوال

په دي موده کې د لرګينو ودانيو د جوړولو هنر او تخنيک نور هم  تکامل او بشپړ شويدي او جوړې شوي ماڼۍ يي د ساختماني شکل له نظره ډيرې جدي او محکم  دي او تزيين او تعمير يي معياري شويدي .

د مينګ په سلسله کي په چين کې مجموعې ودانيو ترتيبات نور هم بشپړ شويدي ، مثلا د بيجينګ د شياو شاهي مقبره او د بيجينګ په شمال کي ديارلس شاهي مقبرې  د جغرافيايي عوارضو او چاپيريال  لمخې جوړې شويدي چه د مقبرو جدي او محترمه فضا تري څرګنديږي . برسيره پردې د چين په جنوبي سيمه کې د بيوروکراتانو او زميندارانو شخصي باغونو او د کور اسبابو په نړۍ کي ډير شهرت موندلې او مومي يي . د يادونې وړ خبره دا ده چه د جغرافيايي موقعيت لمخې د کور او مقبرې د انتخابولو فن  اوج  ته رسيدلې دی چه دا هم د چين په ساختماني تاريخ کې يوه ځانګړي لرغوني کلتوري پديده وه او نفوذ او اغيزه تر اوسه پوري ادامه لري .