د چينګ په سلسله کي ودانۍ

中国国际广播电台


      

د چينګ سلسله  له شپاړلس سوه شپاړسم کال نه تر نولس سوه يوولسمه کاله پورې د چين وروستي فيوډالي سلطنت و او په دي موده کي ودانۍ عمومأ د مين د ساختماني عنعناتو لمخې جوړې شويدي ، مګر پرمختګ او ابداع يي هم رامنځته شويدی په بله ژبه ودانۍ نورې هم ښکلي او ظريفې ښکاريدې .

د چينګ پايتخت بيجينګ اساسأ د مين  له سلسلې سره توپير نه درلود چه دننه په شاهي ښار کي شل لوړې او عظيمې دروازې ساتل شوي او لوي شاهي باغونه هم  جوړ شويدي مثلا يون مين يون باغ او يي هه دوبني باغ  دي . په دي موده کې د ساختماني تخنيکونو نوښت هم ليدل کيده ، د مثال په توګه په ودانيو باندي ښيښې استعماليدې او ولسي کورونه هم  په بيلا بيلو شکلونو سره جوړشويدي .

په همدي موده کې د تبتي بوديزم  معبدونه ډير جوړ شوي او ساختماني شکلونه يي هم بيلا بيل و ، مثلا د بيجينګ د يون هه معبد او د شمالي چين د چن ده په ښار کي يو لړ معبدونه په هغه وخت کي د ساختماني شکلونو نمونې ګڼل کيدې .

 د چينګ د سلسلې په وروستې موده کې  داسي يو شمير نوي ودانۍ هم جوړي شويدي چه  د چيني او اروپايي شکلونو  سره پيوند شويدی .   

 

 

                                تصوير :د بيجينګ د يونګ هه ماڼی