د  چين د عصري ساختمان  لنډ معلومات

中国国际广播电台

     

 د چين  عصري ودانۍ عمومأ هغې ودانۍ دي چه د نولسمې پيړۍ د نيمايي راهيسې جوړې شوې دي .

 د يو زرو اته سوه څلويښتم کال  د ترياکو د جګړې د پيل نه د يو زرو نهه سوه نهه څلويښتم کال تر جوړيدو پورې د چين د ودانيو خصوصيت دا و چه چينايي او اروپايي سبکونه دواړه موجود وو.  په دې موده کې د چين عنعنوي زوړ ساختماني سيستم لا هم  د شمير له نظره ښيګڼه ساتلې ده ، مګر د تياتر، رستوران او هوټل په شمول د ساعت تيري او خدمت دپاره جوړې شوي ودانۍ او د مغازو او سابه پلورنځېو په شمول تجارتي تعميرونه عمومأ د عنعنوي ساختماني جوړښت له قيود څخه ځان خلاص شوي ، د خلکو د فعاليت ساحه يي پراخه شوي او داسي مغازې جوړې شويدي چه  چينايي او اروپايي ساختمانې رنګونه يي درلودل . دغه راز  د چين په ودانيو کې اروپايي ساختماني دودونه او رنګونه هم ليدل کيدل  ، مثلا د شانګهاي ، تيان جين ، چين داو  او هاربين ښارونو په اجاري ناحيو کي بهرني قونسلخانې ، تجارتي سازمانونه ،  بانکونه ، هوټلونه ، کلوبونه او نور خارجي ودانۍ جوړې شويدي او په همدې موده کې عصري چينايي ودانۍ هم  پيدا شويدي چه په دغو ودانيو کې د چين له ملي سبک سره   د نوي رول ،  تخنيکونه  او  مودلونه  ښه پيوست شويدی .

وروسته تر هغه وخته چه په يو زرو نهه سوه نهه څلويښتم  کال کې د چين ولسي جمهوريت تاسيس شو ، د چين ساختمان نوي تاريخي دورې ته رسيدلی دی او د ملي اقتصاد د لويې او پلانيزې ودې په پيل کولو سره د ساختماني چارو  ودې ته هم چټکتيا ورکړه شويده. د چين عصري ساختمان د شمير ، پيمانې ، مودلونو ، سيمه ايز ويش او د عصري کيدو دسويې  له لحاظه د مدرن دورې د محدوديت څخه وتلې او ډيره نوي بڼه يي ښکاره شويده . په دي موده کې د چين ساختمان د لرغوني  ساختماني سبک د احيا کولو د مودې څخه چه خصوصيت يي دا و چه د ودانۍ بام  يي ډير لوي دی ، د   نوي  سوسياليستي ساختماني سبک له مودې څخه چه د دغو ودانيو نمايندګۍ  د ولسي جمهوريت د جوړيدو د لسمي کاليزي په موده کې جوړې شوي لس لويې ودانۍ وې ، دغه راز د ګوان جو د ساختماني سبک له مودې څخه هم تير شويدي چه د ودانيو د ډيزاين طريقه د ملي خصوصيتونو سره يو ځاي شويدي . د تيرې پيړۍ له اتمې لسيزې راپدي خوا د چين د ساختماني چارو دروازه ورو ورو خلاصه شوې او د نورو ساختماني شکلونو څخه يي ګټې اخيستي دي چه په دې توګه د چين عصري ساختمان په څو اړخيز لور پرمختګ کوي .