په نړۍ کي د پيمانې له  لحاظه لومړني لويه ښوونه
中国国际广播电台
 

چين  داسي لوي هيواد دی چه نفوس او ښوونه منونکي يي ډير دي . اوس په چين کې هغه تعليمي چاري  د ترقۍ او ودې په حال کې دي چه د پيمانې له لحاظه په نړۍ کي تر ټولو لوېې دي . نن ورځ  د چين په بيلا بيلو درجو ښوونځيو کې څه نا څه دوه سوه مليونه تنه درس لولی .

         په چين کي ښوونه د وړکتون ، لومړي ، منځني او عالي ښوونځيو په شمول مرحلو ويشل کيږي چه له لومړي ښوونځي نه د منځني ښوونځي تر لومړي دورې پوري  نهه کلنه ښوونه  اجباري ده او په دي تعليمي موده کي د زده کوونکو تعليمي لګښت وړيا دی او زده کوونکي هر کال يوازي  د درسي کتابونو د اخيستلو دپاره څو سوه ژن مين بي يونه تحويلوي .

      د چين حکومت د اجباري ښوونې پياوړتيا ته ډير اهميت ورکوي او د کوششونو له لارې اوس په چين کي د اجباري ښوونې تعميمولو ميزان  په سلو کي له نويو څخه زيات شويدی چه د څه دپاسه لسو کالو نه مخکي دغه ميزان په سلو کي له اتياو نه کم و . په راتلونکو څو کلونو کي به د چين حکومت په کليوالي سيمو کي د جبري او عالي ښوونې پرمختګ ته زياته توجه ورکړي څو چه ټول ماشومان ښوونځيو ته تلي شي او په عين وخت کي په نړۍ کي لومړني درجه عالي مدرسې ژر تر ژره جوړې شي .

     په چين کې ښوونځي  عمومأ د حکومت لخواجوړيږي ، خو د وروستيو کلونو راهيسي د ټولنې لخوا زيات شمير ښوونځي جوړ شويدي ، خو په عمومي صورت  دغه ښوونځي د تعليمي پيمانې او سويې له نظره د حکومت لخوا د جوړ شويو ښوونځيو په مقايسه کمزوري دي .