د ماشومانو ښوونه  
中国国际广播电台
 

په چين کي د ماشومانو ښوونه د هغو ماشومانو دپاره نيول کيږي چه عمر يي د صفر نه تر شپږو کالو پوري دی او تعليمي سن  ته ندي رسيدلي .

     په چين کې د ماشومانو ښوونه  په عمده توګه د وړکتون  يا ښوونځي ته د نه داخليدو نه دمخه د جوړ شوي درسي صف له لاري سر ته رسيږي . د چين تعليمي څانګې د بيلا بيل عمر لرونکو ماشومانو د لياقت او روانې خصوصيتونو لمخې تعليمي پروګرام  جوړوي او ددي پروګرام سره سم دوي ته د حسي پيژندنې ، ژبې ، عدد او د ژوند د عادتونو په شمول معلومات ورکوي .

   په چين کې  وړکتون عمومأ  هغه ماشومان مني چه سن يي د درو کالو نه تر شپږو کالو پورې دی ، خو ځيني وړکتونونه هم شته چه لا وړوکي ماشومان مني ، اوس په چين کې تقريبأ يو لک پنځوسو زره وړکتونونه شته ، خو يوازي په سلو کي ديرش ماشومان په وړکتونونو کې شامل دي او نور ماشومان  د سن او کورني علت له امله د لويانو لخوا ساتل او روزل کيږي.

    په چين کي وړکتون په دولتي او شخصي شکل ويشل  کيږي چه د دولتي وړکتون معلمان تجربه کار دي او لګښت يي کم دي ، خو شخصي وړکتون  زياتې پيسې اخلي او تعليمي شکلونه يي ځانګړي دي او د ټولنې د اړتياوو سره سم تعليمي پروګرام په وخت تنظيميږي . د بازاری اقتصاد په جوړيدو او بشپړيدو سره شخصي وړکتونونه د زياتيدو په حال کې دي چه اوس شمير يي د ټولو وړکتونونو نه په سلو کي ديرش برخه نيسي .