لومړي ښوونه  
中国国际广播电台
 

په چين کې لومړي ښوونه د هغو ماشومانو دپاره ټاکل کيږي چه عمر يي شپږ کاله دی ، د چين د اجباري ښوونې د قانون لمخې دولت  هغو ماشومانو ته چه تعليمي عمر ته رسيدلي دي ، وړيا اجباري ښوونه ورکوي  ، خو د درسي کتابونو د اخيستلو دپاره کم شمير لګښت اخلي چه هر کال يوازي څوسوه ژن مين بي يونه  دي .

   په چين کې لومړني ښوونه شپږ کاله دي چه عمده  درسونه يي  ژبه او ادب ، رياضي ، ساينس ، خارجي ژبې ، اخلاق ، موسيقي ، ورزش او داسي نور .د تازه احصايي لمخې اوس په چين کې څلور لکه لومړني ښوونځې شته او يو سلو شل مليونه تنه زده شاګردان پکي درس لولي چه د شامليدو ميزان يي په سلو کي له اته نويو نه اوښتی دی .

    د اجباري ښوونې په مرحله کي په چين کي مطلق لومړني ښوونځي دولتي دي او شاګردان کولي شي چه هغه ښوونځي انتخابوي چه خپل کور ته نژدې پروت دی . د چين تعلمي څانګې اوس د هغو ښوونځيو سره مرسته کوي چه تعليمي شرايط يي کمزوري دي  تر څو شاګردان وکولي شي چه لا عادلانه  اجباري ښوونه ومني . په عين وخت کي تعليمي څانګې په هغو کليوالي سيمو کي چه اوسيدونکي يي خواره واره دي ، په متمرکزه ښوونه لاس پوري کوي يعني شاګردان په هغو مرکزي ليليه ښوونځيو کې راغونډيږي چه تعليمي شرايط يي نسبتا ښه دي .