中国国际广播电台
په چين کي منځني ښوونه لا هم اجباري ده او د لومړني ښوونې په
شان تعليمي لګښت وړيا دی او يوازي
د درسي کتابونو د اخيستلو دپاره
څو سوه ژن مين بي يونه پيسې
اخيستل کيږي .
په چين کي د منځني ښوونې لومړي دوره درې کاله دي او عمده
درسونه يي ژبه او ادب ، رياضي ،
خارجي ژبه ، فزيک ، کيميا ، اخلاق
، اطلاعات او داسي نور . د تازه
احصايي لمخې اوس په چين کې شپيته
زره معمولي منځني ښوونځي شته او
شپيته مليونه تنه زده کوونکي پکي
درس لولي چه د شامليدو ميزان يي
په سلو کي له نويو نه زيات دي .
په چين کې دغسي ښوونځي اکثرأ
دولتي دي . د اجباري ښوونې په
مرحله کي له لومړي ښوونځی نه د
منځني ښوونځي لومړي دورې ته د
داخليدو دپاره امتحان نشته او
تعليمي څانګې د شاګردانو د
لومړني ښوونځي د موقعيت او شخصي
ارادې سره سم ددوي دپاره منځني
ښوونځي انتخابوي ، په عين وخت کي
په کليوالي سيمو کې د متمرکزې
ښوونې د اصولو لمخې شاګردان هغو
ليسو ته ورليږي چه تعليمي شرايط
يي ښه دي ، پرته له دې نه چين هم
د تعليمي اطلاعاتو د تعميم او د
ليري ښوونې پرمختګ ته د پياوړتيا
دپاره کوشش کوي څو چه په بيلا
بيلو ځايونو کي د تعليمي منابعو
څخه د ګډې استفادې هدف سر ته
ورسوي .
|