د منځني ښوونې دوهمه دوره  
中国国际广播电台
 

د نورو ځينو هيوادو په شان  د چين د منځني ښوونې دوهمه دوره په معمولي منځنيو ښوونځيو ، مسلکي او فني ښوونځيو کي تر سره کيږي . د چين  په منځنيو ښوونځيو کي د دوهمې دورې ښوونه غيراجباري ده  په بله ژبه زده کوونکي بايد تعليمي فيس ادا کړي او دغه فيس د هيواد د بيلا بيلو ځايونو د اقتصادي حالت سره سم هم بيل دي چه اوس عمومأ هر کال  څو زره ژن مين بي يونه .

    په چين کې د منځني ښوونې دوهمه دوره درې کاله دي چه عمده درسونه يي ژبه او ادب ، رياض ، خارجي ژبه ، فزيک ، کيميا ، بيولوژې او انفرميشن او داسي نور . د يادونې وړ خبره دا ده چه د وروستيو کلونو راهيسې په چين کې داسي شخصي منځني ښوونځي جوړ شويدي چه د منځني ښوونه دوهمه دوره پکي شته . د منځني ښوونځې د لومړي دورې نه دوهمي دروې ته د رسيدو دپاره بايد امتحان اجرا شي او ښوونځې د زده کوونکو د ارادې او د امتحان د نمرو سره سم زده کوونکي انتخابوي او د امتحان موضوعات او د منلو نمرې د بيلا بيلو ځايونو د تعليمي څانګې لخوا په واحد ډول ټاکل کيږي . د تازه احصايي لمخې اوس په چين کې ديرش زره داسي منځني ښوونځي شته چه  ديرش مليونه تنه زده کوونکي د دوهمې دورې په زده کړه بوخت دي او د شامليدو ميزان يي په سلو  کي څلويښت دي . د وروستيو دوو کالو راهيسې د چين تعلميي څانګې د دوهمې دورې د منځني ښوونې د پياوړتيا دپاره هاند او کوشش کوي .