لوړه ښوونه 
中国国际广播电台
 

په چين کې عالي او لوړه ښوونه په معمولي پوهنتونونو او پوهنځيو ، عالي حرفه وي ښوونځيو ، د راډيو او تيلويزيون  په پوهنتونونو، د لويانو په عالي مدرسو کې تر سره کيږي . په چين کې لوړه ښوونه سل کاله تاريخ لری او د ډيري تازه احصايي لمخې اوس په چين کې درې زره داسي عالي مدرسې شته چه دوه په دريمه برخه يي دولتي ، يو په دريمه برخه يي شخصي دي  او شل مليونه تنه محصلين پکي درس لولي او د شامليدو ميزان يي په سلو کي اولس دي .

   په چين کې هر کال  کانکور امتحان اجرا کيږي او زده کوونکي د خپلې ارادې او د امتحان د نمرو سره سم  عالي مدرسه انتخابوي او د امتحان موضوعات  د ښوونې د وزارت  يا د بيلا بيلو ولايتونو د تعليمې څانګې لخوا په واحد ډول ټاکل کيږي او په عالي مدرسه کې د منلو نمرې تعيين کيږي .

    د چين عالي او لوړه ښوونه په دولتي پوهنتونونو او پوهنځيو کي تر سره کيږي او مشهور  پوهنتونونه دولتي دي او هغه زده کوونکي چه په دولتي پوهنتونونو او پوهنځيو کي د منلو نمرو ته نشي رسيداي او هغه زده کوونکي چه کار لري ، شخصي عالي مدرسه ، يا د راډيو او تيلويزيون  پوهنتون يا د لويانو دپاره عالي ښوونځي انتخابوي .

  د وروستيو کلونو راهيسې د چين تعليمي څانګې د عالي او لوړې ښوونې د ودې ، په دولتي پوهنتونونو او پوهنځيو کي د زده کوونکو د شامليدو د شمير د زياتوالي دپاره کوشش کړي او  د فوق اليسانس د روزنې دپاره يي هم  ستر برياليتوبونه تر لاسه کړيدي .