中国国际广播电台
په چين کي په ښوونځيو کي د ښوونې نه پرته د ښوونځيو نه په بهر
کي زيات تعليمي ارګانونه شته .
چينايان چه ښوونې ته ډيره پاملرنه
کوي ، د پورتنيو ارګانونو په
استعمالولو سره د خپلو زامنو د
معلوماتو د غني کولو دپاره هيله
هم لري .
دغه ارګانونه د ځوانانو او
ماشومانو د ماڼيو، د فعاليتونو د
مرکزونو ، د لارښوونې ټولګي او د
انترنيت تعليمي شبکو څخه عبارت دي
. ځوانان او ماشومان کولي شي چه
په دغو ارګانونو کې د خپل شوق او
اړتيا لمخې د موسيقې ، نڅا او
نقاشۍ څخه زده کړه وکړي ، درسي
معلومات ټينګ کړي ، په بيلا بيلو
علمي ، تخنيکي او کلتوري
فعاليتونو کي برخه واخلي څو چه
خپل استعدادونه زيات او په فارغ
وخت کي خپل ژوند رنګارنګ شي .
|