منځني  امتحان 
中国国际广播电台
 

په چين کې د منځني ښووني له لومړي دورې نه دوهمې دورې ته د داخليدو امتحان په منځني مرحله کي امتحان  بلل کيږي . څرنګه چه له لومړې دورې نه دوهمې دورې ته د داخليدو ميزان په سلو کي له شپيتو نه کم دي او حتی عالي مدرسو ته د زده کوونکو د داخليدو د ميزان نه هم ټيټ دی ، نو نوموړي امتحان ډير مشکل امتحان  دی .

     په دي امتحان کې موضوعات د بيلا بيلو ځايونو د تعليمي څانګو لخوا په واحد ډول ټاکل کيږي او  امتحان  عمومأ د  جون په مياشت کي تر سره کيږي چه ژبه او ادب ، خارجي ژبه ، رياض ، فزيک او کيميا د امتحان درسونه دي . زده کوونکي يوازي لوړو نمرو په ګټلو سره د منځني ښوونځي دوهمې دورې ته داخليږي اوورپسې به د عالي مدرسې لخوا ومنل شي او ښه کار پيدا کيداي شي . که په منځني امتحان کې ناکام  شي ، نو ورپسې به هغه کار پيدا شي چه د نسبې ټيټې تعليمي سويې سره سم  مناسب وي  چه په دې وجه منځني امتحان د ځينو کسانو لخوا د زده کوونکو د برخليک د تصميم امتحان بلل کيږي .