中国国际广播电台
د نورو هيوادو په شان په چين کي عالي مدرسې ته د داخليدو دپاره
د کانکور امتحان هم پرخاي کيږي
چه نوموړي امتحان د ښوونې د
وزارت لخوا د صادر شوي برنامې تر
لارښوونې لاندي تر سره کيږي او
موضوعات يي د دولت يا ولايت د
تعليمي څانګې لخوا په واحد ډول
ټاکل کيږي او د کانکور وخت هرکال
د جون له اوومې نيټې نه پيل کيږي
چه دوه ورې ورځې به دوام ولري.
اوس په چين کي د کانکور په امتحان کي د درې جمع ايکس صورت
استعماليږي درې يعني ژبه او ادب ،
رياص او خارجي ژبه او ايکس په
بيلا بيلو ولايتونو کي بيل دې چه
کيداي شي فزيک ، کيميا ، بيولوژې
، تاريخ او نور دي .
د اوږدې مودې راهيسې د کانکور امتحان د خلکو د توجه وړ
ګرزيدلی دی ، خو د وروستيو کلونو
راپديخوا په عالي مدرسو کي د زده
کوونکو د منلو او شامليدو ميزان د
لوړيدو په حال کې دی ، نو د زده
کوونکو او ددوي د کورنيو په غاړو
فشار هم څه نا څه کم شويدی ، مګر
هر کله چه د کانکور د امتحان وخت
رارسيږي ، دغه امتحان لا هم د
تولڼې لخوا د توجه وړ موضوع ګرزي
.
![](images/gaokao.jpg)
|