د فوق ليسانس امتحان  

中国国际广播电台

      

د فوق ليسانس امتحان  د ماستر او دکتور د علمي درجې د ګټلو دپاره امتحان دی . په چين کې دغه امتحان په کتبي او شفاهي امتحانونو ويشل کيږي چه د کتبي امتحان  موضوعات د ښوونې د وزارت لخوا ټاکل کيږي او د منلو نمرې تعيين کيږي مثلا هغه زده کوونکي چه  غواړي د اجتماعي علومو په عالي مدرسو کي شامل شي ، بايد د سياست او خارجي ژبې په امتحان کي برخه واخلي ، دغه راز هغه زده کوونکي چه غواړي د طبيعي علومو په عالي مدرسو کي شامل شي ، بايد د سياست ، خارجي ژبې او رياض په امتحان کي ګډون وکړي . د تخصيصي امتحان موضوعات او د منلو نمرې د عالي مدرسو او څيړونکو ارګانونو لخوا په خپلواک ډول ټاکل کيږي ، امتحان کوونکي به په کتبي امتحان کي د کاميابيدو نه وروسته په شفاهي امتحان کي برخه واخلي او عالي مدرسې يا څيړونکي ارګانونه  په کتبي او شفاهي امتحانونو کي  ددوي لخوا د ګټل شويو نمرو سره سم  هغه امتحان کوونکي مني چه لوړې نمرې يي ګټلي دي

     د هغو امتحان کوونکودپاره امتحان  چه غواړي د دکتور علمي درجه لاس ته راوړي ، هم د عالي مدرسو او څيړونکو ارګانونو لخوا په خپلواک ډول  جوړيږي . که هغه امتحان کوونکي چه د خپل تخصص په اړه  د ماستري درجه يي لاس ته راوړې ده ، يوازي د خارجي ژبې او نورو دوو يا درو تخصصي کتبي او شفاهي امتحانونو کي برخه اخلي ، که هغه امتحان کوونکي د خپل تخصص نه غير د دکتور علمي درجه لاس ته راوړي   ، نو د پنځو يا شپږو تخصصياتو په کتبي او شفاهي امتحانونو کي ګډون وکړي .

   د وروستيو کلونو راهيسې په چين کي د کار او استخدام حالت دومره ښه نه دي ، نو د دکتور د علمي درجې اخيستونکي په سرعت سره زياتيږي او د منلو ميزان يي هم ټيټيږي ، برسيره پردې د تعليمي نظام د اصلاح  سره سم  د فوق ليسانس په امتحان کي د عالي مدرسو اوڅيړونکو ارګانونو د خپلواکۍ حقوق هم د پراخيدو په حال کي دي .