د تصديق نامو د اخيستلو امتحانونه  
中国国际广播电台
 

دعلمي درجو د اخيستلو د امتحانونو نه پرته په چين کي د ډول ډول تصديق نامو د ګټلو امتحانونه هم ډير دي .  د تصديق نامو د اخيستلو مقصد د کار پيدا کول دي .  اوس په چين کي د خارجې ژبو ، کمپيوتر ، موسيقي او نڅا د درجو او د حقوقو او محاسبې د سويو د ټاکلو امتحانونه شته ، علاوه پردې په بين المللي ساحه کي د چين د اقتصادي پرمختګ د چټکتيا سره سم  د بين المللي حرفه وي اعتبار او سويې د پيژندلو امتحانونه هم په چين کي جوړيږي .

   په چين کي د تصديق نامو د اخيستلو امتحانونه په زياتو درجو ويشل کيږي او د تصديق نامه لرونکو د سويو څرګندوي  دي .  نو ځيني امتحانونه  په يو وار تر سره نشي کيداي ، نو لازمه ده  چه  امتحان کوونکي د پر له پسي کوششونو له لارې خپله سويه لوړه کړي .