中国国际广播电台
د وروستيو کلونو راهيسې د چين په عالي مدرسو کي د زده کوونکو د
منلو شمير د زياتيدو په حال کي دي
چه شمير يي د نولس سوه اته نويم
کال نه څو چنده زيات شوي او شلو
مليونو تنو ته رسيدلی دی ، دغه
راز په عالي مدرسو کي د زده
کوونکو د منلو ميزان هم په سلو کي
له لسو نه اوولسو ته لوړ شويدی .
اوس په چين کي تقريبا درې زره عالي مدرسې شته چه يو زرو
دري سوه يي معمولي مدرسې دي او يو
زرو دوه سوه يي د ټولنې لخوا جوړ
شوي دي او نور پنځه سوه يي د
لويانو د زده کړې دپاره جوړ شويدي
. د چين لوړه ښوونه په حرفوي
ښوونه ، د ليسانس ، د ماستر او
دکتور د فوق ليسانس ښوونو ويشل
کيږي .
د چين په عالي مدرسو کي د واحد سيستم اجرا کيږي چه حرفوي
دوره دري کاله دي ، د ليسانس دوره
څلور کاله ، د ماستراو دکتور د
فوق ليسانس دوره په جلا جلا توګه
دوه او درې کاله دي .
د چين زياتره عالي مدرسې دولتي
دي او څيړونکي او جامع مدرسې په
دولتي معمولي پوهنتونونواو
پوهنځيو کي پرتې دي . د وروستيو
کلونو راهيسې د ټولنې لخوا جوړې
شوي عالي مدرسې زياتې شوي او
پيمانه يي هم پراخه شويده ، خو
تحصيلي سويه يي د دولتي عالي
مدرسو په نسبت يوه اندازه فاصله
لري .
|