چين هوا پوهنتون  
中国国际广播电台


چين هوا پوهنتون  د چين په مرکز بيجينګ کي پروت دی او په چين کي داسي ډيره نامتو جامع او څيړونکي عالي مدرسه ده چه د طبيعي او انجنيري علومو په اړه   عالي رتبه بااستعداده پرسونل روزمن مرکز دی .

  اوس په چين هوا پوهنتون کي د انجنيرۍ ، معمارۍ ، اوبو لګولو ، ماشين الاتو ، انفرميشن ، فلسفې ، عدليي ، نقاشۍ ، عامه ادارې ، عملي تخنيکونو په شمول يوولس پوهنځي شته چه پکي څلور څلويښت څانګې موجودي دي . ددي پوهنتون د معمارۍ څانګه په چين کي ډير شهرت لري . د وروستيو شلو کالو راپدي خوا چين هوا پوهنتون په دي هڅه کي دی چه په جامع  پوهنتون بدل کړي .

    اوس په چين هوا پوهنتون کي اوه زره يو سل تنه استاذان او کارکوونکي او شل زره تنه زده کوونکي شته چه دوولس زره تنه يي د ليسانس درجې د لاس ته راوړلو دپاره کوشش کوي . د چين هوا پوهنتون  نه يوازي په چين کي بلکې په نړۍ کي هم له دې امله  ډير شهرت لری چه علمي سويه يي لوړه او تعليمي کيفيت يي ښه دی . ددی پوهنتون د انترنيت ستيشن ادريس دا دی __

http://www.tsinghua.edu.cn