فو دان پوهنتون  
中国国际广播电台


فو دان پوهنتون چه د چين په لومړي لوي صنعتي او تجارتي ښار شانګهاي کي پروت دی ، د چين له هغو جامع پوهنتونونو څخه شميرل کيږي چه د اجتماعي او طبيعي علومو تعليمات يي ډير شهرت لری ، دغه راز نوموړي پوهنتون  د چين د ډيرو لرغوني پوهنتونونو څخه هم عبارت دی .

   فو دان  پوهنتون يو داسي جامع  پوهنتون دی چه  د انساني ، اجتماعي ، طبيعي ، تخنيکي ، اداري  او طبي علومو پوري اړه لري  ، پرته له دې نه د خارجي ژبو ،  اطلاعاتو ، د ژوندي علم ، طب او سوفت وير په شمول پنځلس پوهنځي شته چه پکي دوه اويا څانګې ، پنځه شپيته څيړونکي سازمانونه او يو نوي څيړونکي مرکزونه شته ، نن ورځ  فو دان پوهنتون  په بين المللي ساحه کې يو اغيزه من علمي مرکز هم دي او د ديرشو هيوادو او سيمو د دوو سوو عالي مدرسو او څيړونکو سازمانونو سره يي د همکاري او تبادلې روابط ټينګ کړيدي .

   او په فو دان پوهنتون کي پنځه ويشت زره تنه زده کوونکي او يو زرو شپږ سوه پنځوس تنه خارجي زده کوونکي شته . که تاسي ددي پوهنتون په باب زيات معلومات لاس ته راوړي ، نو ددي پوهنتون د انترنيت څخه اخيستې شي چه د انترنيت ادريس يي دا دی __

http://www.fudan.edu.cn/