د بيجينګ دارالمعلمين پوهنتون  
中国国际广播电台


د بيجينګ دارالمعلمين پوهنتون  په نولس سوه دوهم کال کي جوړ شو او د چين په تاريخ کي د ښوونکو د روزلو لومړني عالي دارالمعلمين دی او په چين کي د ښوونکو د روزلو يوه مهمه اډه هم ده .

    اوس په دي پوهنتون کي د ښوونې پوهنځی ، د ښوونکو د روزنې پوهنځی ، د چيني ژبې پوهنځی او د روان پيژندنې پوهنځی په شمول پنځلس پوهنځي شته چه پکي اته څلويښت تخصصات موجود دي . ددي پوهنتون د تعليم د فن  او روان پيژندنې او د هغو ماشومانو د روزنې په برخو کي چه د زده کړي عمر ته ندي رسيدلي ، ډير برياليتوبونه تر لاسه شويدي .

   نن ورځ  په دي پوهنتون کي دوه زره پنځه سوه تنه استاذان او کارکوونکي او شل زره تنه زده کوونکي شته ، برسيره پردي له يو زرو نه زيات خارجي زده کوونکي هم  پکي درس لولي .

   د وروستيو کلونو راهيسې د بيجينګ د دارالمعلمين په پوهنتون کي د ښوونکو د روزلو په عين وخت کي د نورو بااستعدادو کسانو د تربيت په ساحه کي هم موفقيتونه لاس ته راغلي دي . نوموړي پوهنتون د تعليمي ادارې په برخه کي د خپلو ښيګڼو څخه په استفادې سره د ښوونکو او کدرونو د روزنې دپاره هم زياتې هڅې وکړې . ددي پوهنتون د انترنيت ادريس دا دی __

http://www.bnu.edu.cn/