نانجينګ پوهنتون  
中国国际广播电台


نانجينګ پوهنتون د چنوب ختيځ چين  د جيانګ سو ولايت په مرکز نانجينګ ښار کي پروت دی او د منهدسي او علومو پوهنتون دی او د چين له مشهورو عالي مدرسو څخه شميرل کيږي . اوس په نانجينګ پوهنتون کې د ادبياتو ، د کانفوسيوس د مکتب څخه د رامنځته شوي فلسفې  ،جيالوژۍ او طب د پوهنځيو په شمول شپاړس پوهنځي موجود دي  چه په دري څلويښتو څانګو کي دوه زره تنه استاذان او يو ديرش زره تنه زده کوونکي شته چه اته زره پنځه سوه  تنه د ماستري او دکتوري د علمي درجو د لاس ته راوړلو دپاره په زده کړه بوخت دي .

    نانجينګ پوهنتون يو داسي پوهنتون هم دی چه بين المللي علمي فعاليتونه يي ډير زيات دي او لي جن داو ، دين شاو جونګ ، يان جن نين او نور خارجي پوهانو  ته چه د نوبل جايزې يي اخيستي دي ، ددې پوهنتون د افتخاري پروفيسرانو او داکترانو لقبونه ورکړ شويدي .ددي پوهنتون د انترنيت ادريس دا دی __

http://www.nju.edu.cn/